له پولیو څخه د پاک افغانستان سازمان وايي، چې سبا د دوشنبې په ورځ به په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شي. دغه سازمان د افغانستان له خلکو غواړي، چې خپل ماشومان واکسین کړي چې له ګوزڼ څخه وژغورل شي. دغه سازمان نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلوي، خو دا یې نه دي ویلي چې یاد کمپاین به څو ورځې دوام وکړي. د رسمي راپورونو له مخې تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
































