د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان کربي وايي، که حماس هوکړه وکړي، نو د امریکا حکومت داسې هیلې لري، چې اسراییل به هغه وړاندیز ومني چې شپږ اونیو کې به غزه کې تاوتریخوالی ورسره پای ته ورسېږي. د راپورونو له مخې پر اسراییل او حماس د ولسمشر بایډن د سولې طرحې د منلو په خاطر د فشارونو له دوام سره سره جګړه د دغې سیمې په ګڼو برخو کې دوام لري. د راپورونو له مخې مخې اسراییلي چورلکو د رفح په مرکز بریدونه کړي. کربي ویلي تمه لري چې د اوربند د هوکړې په اړه به هم زر هوکړه وشي.
































