د استرلیا حکومت نن اعلان وکړ چې د نفوس د کمښت له امله یې پوځ ته د سرتېرو د استخدام موخې نه دي ترلاسه کړي او له کبله یې داسې کسانو ته چې د دغه هېواد اتباع نه دي، په پوځ کې د شمولیت اجازه ورکوي. د استرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مارلس ویلي، چې سر له راتلونکې میاشتې به د استرالیا هغو دایمي اوسېدونکو ته چې په دغه هېواد کې یې ۱۲ میاشتې تیرې کړي وي، په پوځ کې د خدمت اجازه ورکړل شي. هغه زیاته کړه چې د بریتانیې، کاناډا، نیوزیلنډ او متحده ایالاتو اتباع غوره ګڼل کیږي.
































