د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د تېر ۱۴۰۲ کال په پرتله سږکال د دغه ولايت د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی. د مسوولینو په خبره، روان کال د غنمو فصلونه د ږلۍ او نورو طبيعي افتونو څخه خوندي پاتې شوي چې ورسره یې سږني حاصلات ښه دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وایي، چې تېرکال له ۱۷زره هکتاره ځمکې، شاوخوا ۷زره ټنه د غنمو حاصلات ټول شوي، خو سږکال د څه باندې د ۱۰زره ټُنه غنمو حاصلاتو اټکل شوی دی. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، سږکال پلان لري چې د مرکز په ګډون په ولسواليو کې شاوخوا ۲۳زره کروندګرو ته د غنمو باکيفيته اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي کوډونه ووېشي.
































