د استرالیا لومړی وزیر وايي د کرونا ضد واکسین له را رسېدو سره به هممهاله دغه واکسین په جبري توګه پر خلکو ووېشي. سکاټ موریسن په یوه خبري غونده کې له آسترازنکا کمپنۍ سره د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال ویلي هر استرالیایی وګړی اړ دی چې د کرونا ضد واکسین وکړي او په جبري توګه به تطبیقېږي. دغه کمپنۍ به د هغو واکسینو په تولید کې لویه ونډه ولري چې د برېتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې ساینسپوهانو کار ورباندې روان کړی دی. دغه پوهنتون ویلي وو چې دوی واکسین تولید کړي دي خو د ازمویښت نورې دورې یې پاتې دي چې ژر به بشپړې شي او تر هغه وروسته به پر خلکو وویشل شي.
































