په چمن کې پاکستاني ځواکونو پر لاریون کوونکو برید کړی چې له امله یې څه باندې ۴۰ تنه ټپیان شوي دي. د چمن پرلت د رسنیو غړي، حضرت علي عیار ویلي، دغه برید چې په پوځي قلعې کې شوی د ځينو ټپیانو وضعیت پکې ډیر نازک دی. د هغه په وینا، پاکستاني پوځيانو له ۶۰ زیات کسان له ځان سره بیولي هم دي. پرلت کوونکي ګواښ کوي، که یې ملګري ژر تر ژره خوشي نهشي او غوښتني يې ونهمنل شي، نو چمن کې به د سختو ګامونو د اوچتولو پرېکړه وکړي.
































