د کاپیسا امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم خپل ژوند بایللی او درې نور ټپیان دي. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، دا پېښه پرون ماسپښین د کاپیسا په مرکز کې د دویمې امنیتي حوزې اړوند په «نواباد سرکاري کلا» کې هغه مهال شوې چې یادو ماشومانو پرې لوبې کولې. د هغه په وینا، د پېښې قربانیان چې یوه نجلۍ او درې هلکان دي، د یوې کورنۍ غړي دي او له درېوو تر نهو کلونو پورې عمر یې درلود. افغانستان په نړۍ کې د جګړې له ناچاودو توکو ډک هېواد دی چې وخت ناوخت د ګڼ شمېر افغانانو ژوند اخلي.












