د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې ۳ میلیونه افغانانو سره نغدي مرسته کړې ده. یاد سازمان وايي، چې په دغو مرستو سره يې د خوراکي توکو د چمتو کولو او د سيمه ييز بازار د پياوړتيا لپاره زمينه برابره کړې ده. د خوړو نړۍوال پروګرام د نغدي مرستې د اندازې په تړاو څه نه دي ویلي. د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په راتلونکو اوو میاشتو کې د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې له کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. ملګري ملتونه وايي، چې تر اوسه یې په زلزله ځپلو سیمو کې له ۶۵ زره ډېرو خلکو سره مرسته کړې ده. د رسمي شمېرو له مخې؛ په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله څه باندې ۶۰ زره کسان اغېزمن شوي، نږدې ۸ زره کورونه ویجاړ شوي او تر ۵ زره ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي.
































