نیمروز کې صرافان پر بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخنیوي په موخه له دې وروسته د ایراني تومان حوالې نه اجرا کوي. ددغه ولایت د صرافانو ټولنه وايي تر دې وروسته د ایران تومان حوالې په افغانۍ اجرا کوي. په همدې حال د نیمروز د ښاري نظم کمېټې مسوولین وايي دغه ولایت کې پر ایراني تومان راکړه ورکړه ۸۰ سلنه راکمه شوې. د نیمروز د ښاري نظم کمېټه څو میاشتې وړاندې په بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه په ایراني تومان د راکړې ورکړې د مخنیوي په موخه جوړه شوې. دا مهال یوازې د نیمروز شل سلنه اوسېدونکي پر ایراني تومان راکړه ورکړه کوي.
































