د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د( E) برخې سړک د پخېدو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې د رحمن مېنې د ( E) برخې سړک چې په ټولیزه توګه ۳۳۰۰ متره اوږدوالی لري، له ستانکزي بلاکونو څخه تر هېوادوال بلاکونو پورې یې د (۴۰) مترو په سور او له هېوادوال بلاکونو څخه د اتمې امنیتي حوزې تر څلورلارې پورې یې د (۱۲،۵) مترو په سور سره، چې د پخېدو چارې یې تېر کال ترسره شوې دي او اوس مهال یې پاتې رغنیزې چارې روانې دي. د یادولو وړ ده، چې تر دې دمه د دې سړک د جوړېدو چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.
































