د صنعت او سوداګرۍ وزارت له افغانستانه بهر ته د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کوي. د دغه وزارت ویاند وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې د ۴ میلیونه او ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي. نوموړی وايي، د صادراتو اندازه څه باندې درې میلیونه کیلو ګرامه وه چې، له دې جملې څخه یې ۸۱۶ کیلو ګرامه ایران ته صادرې شوې دي. د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیه د صادراتو حجم له دې هم ډېر ګڼي. د دې اتحادې غړي په افغانستان کې د نړۍ په کچه د معیاري مارکېټ پر جوړولو ټینګار کوي او د سرپرست حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
































