رویټرز خبري اژانس د اندونیزیا د روغتیا وزارت په حواله رپوټ ورکړی چې سږ کال د حج مراسمو کې د دغه هېواد ۱۴۴ تنه وګړي مړه شوي دي. سږ کال د حج مراسمو کې د مړینې لوی لامل ګرمه هوا بلل شوې ده، خو یاد خبري اژانس وايي د اندونیزیا د روغتیا وزارت له خوا پرون په ورکړل شویو معلوماتو کې دا نه دي ویل شوي چې دا کسان د ګرمې هوا له امله مړه شوي دي. له بلې خوا د اردن د بهرنیو چارو وزارت پرون یوه بیان کې وویل چې په مکه ښار کې د دې هېواد کونسلګرۍ د هغو ۴۱ تنو د مړینې رسمي پاڼې صادرې کړې چې د سږ کال حج موسم کې مړه شوي دي. بیان زیاتوي چې دا حاجیان د ډېرې ګرمې له امله مړه شوي دي. په بیان کې د یو شمېر حاجیانو لا درکه کېدو خبره شوې چې لټون یې روان دي.
































