د عامې روغتیا سرپرست وزیر کونړ ولایت ته د سفر به ترڅ کې د اسعدآباد ۲۰۰ بستریز کمپلېکس څخه د لیدنې پر مهال د دغه کمپلکس د پاتې چارو د ترسره کېدو ژمنه کړې ده. نوموړي ویلي، هغه پروژې چې چارې یې نیمګړې پاتې دي، سرپرست حکومت هوډ لري، چې ولس ته دخدمت لپاره یې چارې بشپړې کړي. د کونړ د اسعداباد د مرکزي روغتون رییس وايي، دوی د ۱۰ بستریز روغتون په ودانۍ کې د ۱۵۰ بستر ناروغانو چارې ترسره کوي. نوموړی وايي، د دغه مجهز کمپلېکس په جوړېدو به یې ستونزې هوارې شي. د یاد کمپلېکس چې په ۱۳۹۸ کال کې یې د ۳۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت چارې ترسره شوې، چې ۷۲ سلنه کار یې بشپړ شوی او پاتې چارې یې تر اوسه همداسې پاتې وې.
































