د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې، د روان زیږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان صادارت د تېر کال د پنځو میاشتو پرتله ۳۲ سلنه کموالی ښيي. د سوداګرۍ او صنایع وزارت د معلوماتو پر بنسټ چې د روان زیږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۹۳۷ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې پاکستان ته د افغانستان صادرات ۲۹۴ مېلیونه ډالره دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د ۹۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت پنبه، ۳۸ مېلیونه ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره، د ۱۶مېلیونه ډالرو په ارزښت مۍ، د ۱۳مېلیونه ډالرو په ارزښت پیاز او ځینې نور توکي پاکستان ته صادر شوي دي. له دې سره هم مهاله پاکستاني چارواکو ویلي چې، د تورخم بندر له لارې دغه هېواد ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات کم شوي دي.
































