افغان حکومت وایي په ایران کې یې افغان کډوالو ته د الکترونیکی پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل کړې ده. د افغانستان د معلوماتو او احصایې ملي اداره وايي تازه یې په عملي توګه په ایران کې افغان کډوالو ته د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش او ددوی د ثبت پروسه پیل کړې ده. دغه اداره وایي چې دا لړۍ به په هند، پاکستان او ځینې اروپايي هېوادونو کې هم پيل کړي. بلخوا یاده اداره وایي چې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش له پيله تر دې دمه څه باندې اته سوه زره کسانو ته دا پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
































