نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د اروپا او اسيا د سوداګريزې اتحاديې د ۲م اقتصادي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۴مه نېټه په انلاين ‌ډول د اروپا او اسيا د سوداګريزې اتحاديې د ۲م اقتصادي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې يوه وينا وکړه. نوموړي په ياده وينا کې ويلي،‌ چې اوسنۍ نړۍ په لوی تحول کې روانه ده. څوک د نړۍ د څو قطبيز کېدو او د اقتصاد د نړیوال کېدو مخه نشي نیولی. نړيواله ټولنه پر دې موافقه لري،‌ چې پر رښتيني څواړخېزم ټينګار کوي او سيمه ييزې همغږۍ او پرمختګ ته وده ورکړې شي. اسيايي او اروپايي وچه په نړۍ کې تر ټولو زيات نفوس لرونک‍‍ي هېوادونه او تمدنونه لري. اوس نړۍ د کړکېچ او بدلون په حالت کې ده، نو د اسيا او اروپا ترمنځ همکارۍ باید څنګه تر سره شي؟ همکارۍ يې نه يوازې د خلکو له ګټو سره تړلې دي، بلکې د نړۍ پر پرمختګ اغېز لري. نوموړي زياته کړې،‌ چې چين د اسيا او اروپا يوه برخه ده، د دې هېواد پرمختګ له اسيا او اروپا سره تړلی دی. د اروپا او اسيا د اقتصادي اتحاديې ۲م اقتصادي فورم د مې په ۲۴مه نېټه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې تر سره شوی....

Read moreDetails

چين: د يو کمربند او يوې لارې باکيفيته ګډه ابادي به ډېرو هېوادونو ته د ګډې سمسورتيا غوره فرصتونه برابر کړي

د خبر له مخې، د کمبوډيا صدراعظم هون سېن د مې په ۲۲مه نېټه ويلي، چې هېواد يې د يو کمربند او يوې لارې د همکاریو له لارې واقعي ګټې تر لاسه...

Read moreDetails

د ۲۰۲۳م کال د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې سرمشريزه په بېجينګ کې تر سره شوه

د ۲۰۲۳م کال د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې سرمشريزه د مې د ۲۴مې نېټې په شپه په بېجينګ کې تر سره شوه. د ډېرو هېوادونو سياستوالو، د مهمو نړيوالو سازمانونو، اقتصادي بنسټونو ،...

Read moreDetails
Page 698 of 907 1 697 698 699 907