د چين د نړیوال پرمختګ او همکارۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه اداې مطبوعاتي ویاندې تانګ ینګ د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۵مه نېټه رسنيو ته ویلي، چې په کولمبیا کې د سختو زلزلو له امله د پام وړ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. ده زیاته کړې چې د چین حکومت پرېکړه کړې چې کولمبیا ته بیړنۍ نغدي مالي مرستې او د زلزلې د بشري مرستو او ژغورنې اړوند توکي برابر کړي تر څو د کولمبیا له لوري د ژغورنې عملیاتو او له زلزلې وروسته د بیا رغونې له چارو ملاتړ وشي.














