د فيلډې ميډال ګټوونکي مارټين هېرير په دې وروستيو کې په بېجينګ کې د ۲۰۲۶م کال لپاره د بنسټيزو علومو د نړيوالې غونډې په څنډه کې له سي جين ټي اېن سره ځانګړې مرکه وکړه.
مارټين هېرير ويلي، چې د چين حکومت له تېرو څو کلونو راهيسې د رياضي او بنسټيزو علومو په برخه کې مسلسلې او ګڼ شمېر پانګې او سرچينې لګولې او دا کار د ستاينې وړ دی.
نوموړي زياته کړې، د چين حکومت له تېرو لسو کلونو راهيسې هېواد ته د بهر مېشتو پوهانو او څېړوونکو د بېرته را ستنېدو د هڅولو او په دې برخه کې یې لا د مخه ګڼ شمېر تکړه او ممتاز استعدادونه بېرته هېواد ته را جلب کړي دي.
ده زیاته کړې چې د چین حکومت د اوږدمهاله پالیسیو په جوړولو کې لرلید لري او د دغو پالیسیو د بېرته ستېدونکو علمي کادرونو ته د علمي څېړنې او مسلکي پرمختګ لپاره یو با ثباته بنسټ برابر کړی دی.














