د چین د ۲۰۲۶ کال د ایکولوژۍ ملي ورځې مرکزي مراسم د اګست په ۱۵مه نېټه د داخلي مغولستان په هولونبېر ښار کې ترسره شول. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې او نورو ارګانونو د ایکولوژیکي تمدن د ابادۍ مهمې پایلې اعلان کړې.
د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۲ کال راهیسې چین د انرژۍ د مصرف په کلني اوسط ډول درې اعشاريه څلور سلنه زياتوالي سره، د اقتصادي ودې شپږ اعشاریه یو سلنه کلنی اوسط پياوړی کړی دی.
په دې سره چین د نړۍ د هغو هېوادونو په قطار کې راغلی، چې د انرژۍ مصرفي شدت او د کاربن د ايستنې شدت یې په چټکۍ سره کم کړی دی.
چين به د ۱۵م پنځه کلن پلان د تطبيق په بهير کې د کاربن د ايستنې اندازې د کمښت لپاره هڅه وکړي او د بېلابېلو سرچینو مدیریت او سپما به پیاوړې کړي، ترڅو تر ۲۰۳۰ کال پورې د سرچینو د بیا کارونې صنعت تولیدي ارزښت ۸ ټریلیونو یوانو ته ورسېږي.












