د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه ((په ۲۰۲۱م کال کې امريکا کې د بشري حقونو د سرغړونو راپور)) خپور کړی دی. دغه راپور ۱۵زره کليمې لري او پر شپږو برخو ويشل شوی دی. راپور وايي، چې په ۲۰۲۱م کال کې په امريکا کې د کرونا وبا ضد مبارزې د سياسي کيدو له امله د کرونا د مثبتو پېښو او د مړينې شمېرې په نړۍ کې تر ټولو زياتې وې. په ۲۰۲۱م کال کې په امريکا کې د ډزو خونړيو پېښو شمېر ۶۹۳ ښودل شوی، چې دا د ۲۰۲۰م کال د ورته پېښو په پرتله ۱۰.۱٪ زياتوالی ښيي. د دې ترڅنګ د امريکې پر حکومت د امريکايانو باور هم بې سارې ټيټې کچې ته رسيدلی او د نژادي تبعيض پېښې، په تېره بيا د اسيايي الاصله امریکايانو د تبعيض پېښې تر ۲۰۲۰م کال ۳۶۱٪ زياتې شوې دي. دغه راپور دې ته هم اشاره کړې، چې امريکا په ۲۰۲۱م کال کې په کورکورانه توګه پر ډېرو هېوادونو يو اړخيز بنديزونه لګولي او همدغه کړنې يې په نړۍ کې د نويو بشري ناورينونو سبب ګرځېدلې دي. امريکې تېر کال د بشري حقونو د ساتلو په پلمه يوه نړیواله ديموکراتيکه سرمشريزه رابللې وه، خو په نړۍ کې يوه لويه سياسي ډرامه وبلل شوه. د نړۍ ګڼو هېوادونو استازو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۸ مې غونډې ته په ويناوو کې امريکا د بشري حقونو د نړيوالو چارو تر ټولو لویه خرابونکې بللې او ورڅخه يې غوښتي، چې په خپل هېواد کې د بشري حقونو ستونزې هوارې کړي.
Read moreDetailsملګرو ملتونو پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه فوق العاده غونډه رابللې ده. په دې غونډه کې به...
Read moreDetailsپه ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ملګرو ملتونو او ټولو اداراتو...
Read moreDetailsد روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ (کرملین) ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې روسیه باندې د غرب وروستي لګول شوي بندیزونه بې...
Read moreDetailsد اوکراین جګړه کې تر اوسه پورې تر دوه زره د ډېرو ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي....
Read moreDetailsد شانګهای اعلاميې د خپرېدو د ۵۰مې کليزې يادغونډه د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په شانګهای کې تر سره شوه....
Read moreDetailsاوکراین وايي راتلونکي ۲۴ ساعته یې د هېواد لپاره برخلیک ټاکونکي دي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي په تازه څرګندونو...
Read moreDetailsد ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د رایو په اکثریت د ملګرو ملتونو د فوق العاده غونډې رابلل تایید...
Read moreDetailsروسیې ویلي چې له اوکراین سره د وروستي کړکېچ د حل په موخه یې یو پلاوی بلاروس ته رسېدلی دی....
Read moreDetailsد اوکراین په جګړو کې تر دې دمه ۶۴ ملکیان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د...
Read moreDetails
Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved
Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved