چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

اتلس تدبيرونه نورو هېوادونو ته د چين د نوې انرژۍ موټرو له صادراتو څخه ملاتړ کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 23, 2024
in نړیوال خبرونه
0
اتلس تدبيرونه نورو هېوادونو ته د چين د نوې انرژۍ موټرو له صادراتو څخه ملاتړ کوي

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د سوداګرۍ وزارت د فبرورۍ په ۲۲مه يوه نوبتي خبري ناسته تر سره کړه او د دغه وزارت مطبوعاتي وياند هه يا دونګ د زياتو تدبيرونو په نيولو سره نورو هېوادونو ته د چين د نوې انرژۍ موټرو له صادراتو څخه د ملاتړ او چين ته د هسپانيې د غوايي غوښې پر وارداتو د بنديز لرې کولو په شمول د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.

په دې وروستيو ورځو کې نورو هېوادونو ته د چين د نوې انرژۍ موټرو د صادراتو په هکله موضوع ډېر پام راخپل کړی دی. اروپايي ټولنې په دې وروستيو ورځو کې اعلان کړی، چې د بلغارستان په اړوندې پروژه کې د تش په نامه د مالي مرستې د مسئلې په هکله پر يوې چيني تصدۍ ژورې پلټنې تر سره کړې. هه يا دونګ په همدې ورځ په دې اړه وويل، چې چين دغې چارې ته جدي پاملرنه کوي او اروپا ته يې يادونه وکړه، چې د وسيلې په توګه د بهرنيو مالي مرستو مقررات په احتياط سره وکاروي. هغه هیله څرګنده کړه، چې اروپا د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصولو جدي مراعات وکړي، د بازاري کېدو اصولو درناوی وکړي، د وسيلې په توګه د بهرنيو مالي مرستو مقررات په احتياط سره وکاروي، په پرانيستي او شفافه توګه پلټنې تر سره کړي، چيني تصديو ته عادلانه او له امتیاز او تبعیض پرته سوداګريز چاپېريال برابر کړي او په ګډه د چين او اروپا تر منځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ عمومي لوري وساتي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د پاملرنې وړ دا ده، چې په دې وروستیو کې د چين د سوداګرۍ وزارت او نورو اړوندو څانګو يو لړ تګلارې غوره کړې، څو د نوې انرژۍ موټرو په سوداګرۍ کې د همکارۍ د سالم پرمختګ پلويتوب وکړي، د وارداتو او صادراتو د ادارې تګلارې بشپړې کړي او په فعاله او مناسبه توګه په ځينو هېوادونو کې د سوداګرۍ محدوديت تګلارې حل کړي. هه يا دونګ په دې هکله وويل، د چين د سوداګرۍ وزارت او نورو اتو اړوندو څانګو د نوې انرژۍ موټرو په سوداګرۍ کې د باکيفيته همکارۍ پياوړتيا لپاره «د نوې انرژۍ موټرو په سوداګرۍ کې د همکارۍ د سالم پرمختګ د پلويتوب په هکله نظريه» خپره کړې. دغې نظريې د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اصولو سره د سمون او برابرښت پر بنسټ جوړې شوې او په شپږو برخو کې د نړيوال کېدو کارونو توان د لوړتيا، د توکو د لېږد رالېږد د نړيوال سيستم بشپړتيا، د پولي ملاتړ زياتوالي، د سوداګرۍ د هڅونې فعاليتونو د غوروالي، د سوداګريز چاپېريال د ښه والي او د اقتصادي خطرونو د مخنيوي توان د پياوړتيا په شمول اتلس تګلارې وړاندې شوې.

په همدې ورځ چين ته د هسپانيې د غوايي غوښې پر وارداتو د بنديز لرې کولو مسئله هم د پاملرنې وړ ده. چين اعلان کړی، چې چين ته له هسپانيې څخه د غوايي غوښې پر وارداتو بنديز لرې کړی. هه يا دونګ په همدې ورځ وويل، چې چين غواړي د هسپانيې له اړوندو خواوو سره د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ ژورې کړي او د دغه هېواد د لا زياتو تصدیو هرکلی کوي، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون، مصرفوونکي نندارتون او د خدماتي سوداګرۍ نندارتون په شمول ډګرونو کې ګډون وکړي او له چيني تصديو سره تګ راتګ پياوړی کړي. هغه وايي، هسپانيه د شپږو دورو په نړيوالو وارداتي نندارتونونو، د دريو دورو د مصرفوونکو توکو په نړيوالو نندارتونونو کې ګډون کړی، چې په هر يو نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون کوونکو تصديو شمېر ۴۷ ته او عمومي مساحت يې ۲۵۰۰۰ مربع مترو ته رسېدلی و او د نورو زياتو هېوادونو په پرتله لوړ و، د مصرفوونکو توکو په نړيوالو نندارتونونو کې د هسپانيې توليدات د چيني مشتريانو په منځ کې د هرکلي وړ و او ډېر شهرت يې موندلی دی. موږ هرکلی کوو، چې د بېلا بېلو هېوادونو ښه کيفيت لرونکي توليدات چيني بازار ته داخل شي او د چين لوی بازار د نړۍ لپاره شريکوونکي بازار وګرځي.

هه يا دونګ زياته کړه، چې د چين او هسپانيې تر ګډې هڅې لاندې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريز ارزښت د کرونا وبا په موده کې د کمزوري حالت برعکس زيات شوی، چې په ۲۰۲۰م کال کې له ۳۷ميليارډ ۹۰۰ ميليونه ډالرو څخه په ۲۰۲۳م کال کې ۴۸ميليارډ او۶۰۰ ميليونه ډالرو ته زيات شوی. چين له اروپايي ټولنې پرته د هسپانيې لومړی لوی سوداګريز همکار دی.

سربېره پر دې، د چين د سوداګرۍ وزارت د تېر کال په نومبر کې د استراليا د انګور او د انګورو څښاک د ټولنې په بلنې د قانون له مخې د استراليا د انګورو څښاک د لويې پيمانې پلورلو او د مالي مرستې په اړه پلټنې پيل کړې. په دې هکله اړوند راپور شوی، چې اټکل کېږي چې چين به په راتلونکي مارچ کې د استراليا د انګورو څښاک په ټيټې بيې د لويې پيمانې پلورلو پر ضد ماليات لغوه کړي. په دې هکله هه يا دونګ وويل،  اوس د چين د سوداګرۍ وزارت د اړوندو خواوو تبصرې او نظريې تر لاسه کړې او د سروې نتيجې يې هم راټولې کړې دي. د چين د سوداګرۍ وزارت به د قانون له مخې د پلټنې کارونه پرمخ یوسي او په هراړخيزه توګه به څارنه وکړي او شواهد به پيدا کړي څو د اړوندو خواوو حقونه او ګټې تامين کړي او په غني او عادلانه ډول پرېکړه وکړي.

Previous Post

کندهار کې هره ورځ شاوخوا ۱۰ ټنه پي وي سي پایپ تولیدیږي

Next Post

بېجينګ: چين به د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره پياوړي تدبيرونه ونيسي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

بېجينګ: چين به د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره پياوړي تدبيرونه ونيسي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بې پولې ډاکټران: افغانستان د ښځینه ډاکترانو زیاتیدو ته اړتیا لري نه کمېدو ته

بې پولې ډاکټران: افغانستان د ښځینه ډاکترانو زیاتیدو ته اړتیا لري نه کمېدو ته

فبروري 21, 2023
په بلخ کې د زعفرانو حاصلات زیات شوي دي

په بلخ کې د زعفرانو حاصلات زیات شوي دي

دسمبر 1, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ