چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

اروپايي ټولنه دې د برقي موټرونو د جنجال د هواري وروستی فرصت وکاروي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 22, 2024
in نړیوال خبرونه
0
اروپايي ټولنه دې د برقي موټرونو د جنجال د هواري وروستی فرصت وکاروي

European Union flags flap in the wind ahead of an EU summit in Brussels, Thursday, June 27, 2024. European Union leaders are expected to discuss the next EU top jobs, as well as the situation in the Middle East and Ukraine, security and defence and EU competitiveness. (AP Photo/Geert Vanden Wijngaert)

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

اروپايي ټولنې د اګست په ۲۰مې نېټې د برقي موټرونو له خپلو تصديو سره د چيني حکومت د مرستې ضد د پلټنې اخري پايله خپره کړې او په چین کې د چین او اروپايي ټولنې د تصدیو لخوا د تولید شويو برقي موټرونو پر وړاندې يې د ۵ کلونو لپاره له ۱۷ سلنې تر ۳۶،۳ سلنې ګمرکي تعرفې غوره کړې دي.

که اروپايي ټولنه دغه ګام عملي کړي، نو دا به نه یوازې د چین موټري تصدیو ګټې زیامنې کړي، بلکې د چین او اروپا ترمنځ د تولید او غرضې ځنځیرونو اړوندو همکاريو ته به هم سخت زیانونه ورسوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د یادولو وړ ده، د اروپايي ټولنې ياده نتیجه د تېرې جولاۍ په نسبت ډېر کم توپیر لري او یوازې د څو چیني موټري تصدیو پر وړاندې یې لږ څه مالیات کم کړي، خو په حقیقت کې یې هغه کړنې نه دي سمې کړي، چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان له مقرراتو سره په ټکر کې دي.

اروپايي کمېسیون د تېر کال په اکتوبر کې د چیني برقي موټرونو پر وړاندې د حکومتي مرستې ضد پلټنه پیل کړه او له هغه وخت راهیسې یو لړ نامناسب او غير قانوني عملونه ترسره کوي.

 یوه خوا، دغه پلټنه د اروپا د کومې صنعتي ټولنې لخوا نه ده وړاندې شوې او له بازاري هيلو سره په ټکر کې ده او له بلې خوا، اروپايي کمېسیون د خپلو شومو موخو لپاره د نمونو انتخاب او د پلټنې بهیر کې ډېر ناانډوله او بې ځایه ګامونه غوره کړي دي.

چین او اروپا له تېر جون راهیسې د برقي موټرونو د جنجالونو د حل لپاره لسګونه ځلې تخنیکي مشورې کړي، خو د اوسنۍ پلټنې پايلو کې يې د چين هېڅ وړانديز ته ځای نه دی ورکړی، بلکې هېڅ اشاره یې هم نه ده ورته کړې او پر خپلو ناسمو عملونو يې ټينګار کړی دی. اروپايي ټولنې د خپلو مالوماتو پر بنسټ ياده پایله خپره کړې او د دواړو خواوو منل شوي مالومات يې پکې نه دي ځای کړي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې اروپايي ټولنه شعارونه او د مېز پر سر خبرې او ژمنې کوي، خو عمل پرې نه کوي.

دغه نتیجه د مقرراتو، قانوني ادارې او مساواتو په اړه د ځينو اروپايي سیاستوالو له شعارونو سره په ټکر کې ده. پر چیني برقي موټرونو د مالیاتو زیاتوالي په اړه د ځینو اروپايي سیاستوالو کړنې په اروپا کې دننه د سیاسي او سوداګريزو ټولنو له پراخ مخالفت سره مخ شوې دي.

د جرمني صدراعظم اولف شولز په شمول ځینو اروپايي مشرانو د موټرونو سوداګرۍ له محدودیت سره پرانیستی مخالفت څرګند کړی و او له ټولو يې غوښتي وو، چې د سوداګرۍ ازادي باید وساتي.

يو بل ټکی هم د یادولو دی، چې په دې وروستیو کلونو کې د اروپا اقتصادي پرمختګ کمزورتيا روانه ده او ځینې اروپايي هېوادونه د انرژۍ جوړښت د بدلون د اړتیا او د اقتصادي ودې د هڅونې لپاره د چیني موټري تصدیو د پانګونې د جلبولو په پار ډېر کوښښونه کوي. د ایټالیا صدراعظمې جورجيا ميلوني یوه موده مخکې چین ته د رسمي سفر په ترڅ کې له چیني مشرانو سره د نوې انرژۍ موټرونو د همکارۍ په پار عمده بحثونه کړي وو.

د چین او اروپا د همکاريو اصلي موخه په ګډو ګټو ورټوله ده. چین له اروپا سره په صمیمي رویې او د ډیالوګ او مشورو له لارې د سوداګرۍ اختلافاتو کې ښه چلند کوي، خو دا په دې مانا نه ده، چې اروپا به د چیني تصدیو قانوني ګټې زیانمنوي او یا به د اروپا د سوداګرۍ ساتونکو عملونو لپاره خپلې ګټې قرباني کوي.

چین د اګست په ۹مه د اروپا یاده نتیجه د سوداګرۍ نړیوال سازمان د شخړو د هواري میکانیزم ته وړاندې کړې او دا د دې ښکارندويي کوي، چې چین به د خپلو تصدیو قانوني حقونو د ساتلو لپاره اړين ګامونه اخلي.

د ايجنډا له مخې، اروپايي کمیسیون به د یادې نتیجې په اړه د وړاندیزونو تر راغونډېدو وروسته غړو هېوادونو ته وروستۍ پرېکړه په ډاګه کوي او د راتلونکي نومبر تر ۴مې پورې به وروستۍ پرېکړه کوي. له دې مخکې، اروپا باید په کور دننه د خلکو او تصديو اوازونه واوري او د شخړې له لا نور هم سختېدو څخه باید ډډه وکړي او له چین سره د شخړې د ښه حل پر لایحې باید مشورې وکړي.

Previous Post

بغلان کې د ښاروالۍ ریاست ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

Next Post

چين په لومړي ځل بازار ته د لاسرسي سیسټم د ښه والي سند خپور کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چين په لومړي ځل بازار ته د لاسرسي سیسټم د ښه والي سند خپور کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين کرنيزو چارو او اقتصاد ښه پرمختګ موندلی

د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين کرنيزو چارو او اقتصاد ښه پرمختګ موندلی

اپریل 24, 2026
سچن ټنډولکر: د افغان لوبډلې بریا د دوی د غښتلي هوډ او زیار ثبوت دی

سچن ټنډولکر: د افغان لوبډلې بریا د دوی د غښتلي هوډ او زیار ثبوت دی

جون 26, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ