چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

افریقا ته د رئیس شي جين پينګ سفرونه او پایلې يې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 2, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین او افریقا د همکارۍ فورم د څه باندې ۵۰ غړو هېوادونو مشران، لوړ پوړي چارواکي او استازي، د افریقا لیګ د کمېسیون رئیس، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د یو شمېر نړیوالو سازمانونو مسئولین به د سپټمبر له ۴مې تر ۶مې پورې په پلازمېنې بېجینګ کې راغونډ شي او د چین او افریقا د همکاریز فورم په سږنۍ سرمشریزه کې به ګډون وکړي.

د چين دغه چاره نه یوازې د چین او افریقا، بلکې د نړیوالې ټولنې لپاره لوی کار بلل کېږي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په افریقايي لویې وچې کې ډېر زیات مخ پر ودې هېوادونه شته او چین هم يو لوی پرمختیايي هېواد دی، نو همدا وجه ده، چې چین له افریقا سره د مهربانۍ طبیعي احساسات لري.

رئیس شي جين پينګ له ۲۰۱۳م کال راهیسې ۵ ځلې افریقا ته  سفرونه کړي، د چین او افریقا د همکاریز فورم د دوو سرمشریزو مشري یې کړې، د نړۍ په لر او بر کې یې له افریقايي مشرانو سره لېدنې کړي او د ټلیفوني، ویډيويي خبرو او پيغامونو له لارې يې له افریقايي ټولنو سره تماس نیولی او همهاله ورسره د چین او فریقا ترمنځ دوستانه تګ راتګ هم زیات شوی او د رسنيو پاملرنه یې راخپله کړې ده.

د ساري په توګه، رئیس شي جين پينګ د تېر ۲۰۲۳م کال د اګست د ۲۱مې نېټې په شپه په ځانګړې الوتکې کې د جنوبي افریقا جوهانیسبورګ ته ولاړ او له دغه هېواده یې څلورمه رسمي لېدنه وکړه او دا افریقا ته د شي جين پينګ ۱۰م سفر و. کله چې شي جين پينګ د جوهانیسبورګ هوايي ډګر ته ورسېد، نو د جنوبي افریقا ولسمشر ماتامیله رامافوسا ورته په هوايي ډګر کې په تمه او هرکلي ولاړ و.

هغه مهال د برېکس هېوادونو سرمشریزه په جنوبي افریقا کې روانه وه او جنوبي افریقا د دې سرمشریزې په بهیر کې د رئیس شي جين پينګ لپاره ځانګړي مراسم ترتيب کړي وو.

ولسمشر رامافوسا په بله ورځ د رئیس شي جين پينګ لپاره د هرکلي درنه مراسم ترسره کړل.

شي جين پينګ يادو مراسمو ته په وينا کې وویل، چې په تېرو ۱۰ کلونو کې د چین او جنوبي افریقا اړیکو ستر پرمختګ موندلی دی.

نوموړي ورپسې په جنوبي افریقا کې د دوربن ساینس او انجنیرۍ پوهنتون کې د کنفوسیوس انسټیټیوټ د جوړېدو جریان له نږدې وکوت او د چیني کال په نوم کلتوري فعالیت کې یې برخه واخېسته او له ولسمشر رامافوسا سره يې په ګډه په دغه هېواد کې د چیني موټرو شرکت د توليد فرعي څانګې د فعالېدو بټن کېکاږه.

شي جين پينګ د دغه سفر په ترڅ کې په ډاګه وويل، چې چین او جنوبي افریقا دې هڅې وکړي، چې د لوړ متقابل باور لرونکي ستراتيژيک دوستان، د ګډ پرمختګ برخوال، د عدالت او مساواتو ملګري وګرځي او دغو خبرو یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ لپاره لوری روښانه کړ.

د چین او جنوبي افریقا اړیکې د چین او فریقا د اړیکو د ښه پرمختګ نمونه بلل کيږي.

کله چې شي جین پينګ د ۲۰۱۳م کال په مارچ کې د چین دولت رئیس په توګه وټاکل شو، نو هغه خپل لومړی سفر افريقا ته وکړ او د دغې لويې وچې لپاره یې صمیمي تګلارې وټاکلې او د چین او افریقا د دوستانه اړیکو نوې پاڼه یې پرانېستله.

نوموړي له ۲۰۱۳م کال تر ۲۰۲۳م کال پورې افریقا ته ۵ سفرونه وکړل او هر ځل یې تود هرکلی شوی دی. هغه د چینایانو په استازیتوب ژمنه کړې، که نړیوال حالات هر څنګه بدلېږي، چین يې پروا نه کوي او افریقا سره به پر خپلو دوستانه تګلارو ګامونه پورته کړي، د افریقايي هېوادونو د باور وړ ملګری به پاتې شي او د افریقا د سولې او پرمختګ لپاره به نور زیات خدمتونه وکړي.

اوس چین او افریقا د عصري کېدو بهیر په ګډه پرمخ بیايي او د خپلمنځي ګډ برخلیک د لوړې سویې ټولنې پر جوړولو بوخت دي.

شنونکي باور ښيي، چې د رئیس شي جين پينګ او افریقايي مشرانو تر ګډې لارښوونې لاندې به د چین او فریقا د همکاریز فورم سږنۍ سرمشریزه د پرمختیايي هېوادونو د ابادۍ او د انسانانو د ګډ برخلیک ګډې ټولنې په جوړونې کې مهم تاريخي رول ولوبوي.

Previous Post

د چين – افريقا فضايي همکاري د افريقا لویې وچې خلکو ته ګټه رسوي

Next Post

وانګ يي د جنوبي افريقا او سنيګال له خارجه وزيرانو سره وکتل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

وانګ يي د جنوبي افريقا او سنيګال له خارجه وزيرانو سره وکتل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين: ناټو بايد د خپلو کړو جنايتونو په اړه جدي فکر وکړي

مې 9, 2023
تر سلو ډېر بندي افغانان له عربستان هېواد ته رالېږدول شوي

تر سلو ډېر بندي افغانان له عربستان هېواد ته رالېږدول شوي

مې 11, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ