چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

افغانان د جګړې له کبله زيانمن شوي، خو پړه يې د چا پر غاړه ده؟

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 7, 2022
in نړیوال خبرونه
0
ا.ا وايي تر اوسه یې له کابل ښاره ۲۳۴۷ سوالګر راټول کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

تېر کال د کابل په هوايی ډګر کې د امريکايي پوځ د وروستۍ پوځي الوتکې په پورته کېدو سره په افغانستان کې شل کلنه جګړه پای ته ورسېده چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي. خو له دې هېواد څخه د امريکايي ځواکونو له ايستنې وروسته د افغانانو زيانونه نه دي کم شوي بلکې زيات شوي دي. ځکه چې امريکا لاهم دغه مظلوم ملت ځوروي چې له دې امله يې د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې کړی دی.

 نو پړه يې د چا پر غاړه ده؟ په دې هکله د چين د ميډيا ګروپ خبريالې د افغانستان د دوست راډيو له سياسي شنونکي نصرت عمر سره مرکه وکړه. هغه په خپلو خبرو کې ويلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د امریکا ماموریت ډېر ناکام و او د جګړې له کبله افغانان له غربت سره مخ شوي دي. د افغانستان د اوسني وضعيت پړه د امريکا پر غاړه ده.

د امريکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ترهګرۍ ضد د مبارزې په نوم په افغانستان کې جګړه پيل کړه او ادعا يې کړې چې د يوې ازادې ټولنې د ابادولو لپاره له افغان ولس سره مرسته وکړي چې د امريکا له ستراتيژيکو ګټو سره سمون لري. خو د ډېرو افغانانو په اند د دوی موخه نه ده تر سره شوې. د ښاغلي نصرت عمر په اند په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د امريکا موخه نه يوازې ناکامه شوه بلکې د دوی کړنې د ترهګرو ډلو د ډېرېدو سبب شوې دي. هغه په خپلو خبرو کې ويلي دا چې امریکا افغانستان ته د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره راغلې وه او دلته یې نظامي حضور درلود، خو هغه موخه چې امریکا درلوده، چې افغانستان کې به ترهګري له منځه یوسي، ناکامه شوه او ترهګري یې له منځه نه ده وړې. ترهګرې ډلې لکه القاعده، داعش او ځینې نورې ډلې لا هم افغانستان کې موجودې دي. ويل کېږي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په رښتیا هم افغانستان کې د ترهګرو ډلو شمېر زیات شوی، یوه بېلګه یې د داعش ډله ده، چې د امریکا د نظامي حضور په وخت کې یې فعالیت پیل کړ. په افغانستان کې د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د امریکا ماموریت ډېر ناکام و.

امريکا په دې هېواد کې ترهګري نه ده له منځه وړې او د افغانانو لپاره يې يوه ازاده ټولنه هم نه ده رامنځته کړې بلکې افغانانو ته یې غربت او بشري ناورينونه رسولي دي. د یوې شمېرنې له مخې په تېرو شلو کلونو کې د امريکا له خوا د پيل شوې جګړې له امله د څه باندې دېرش زرو ملکيانو په شمول ۱۷۴ زره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يوه په درېيمه برخه افغانان کډوال شوي او څه باندې نیمه برخه افغان وګړي له لوږې سره مخ دي. له کابل څخه د امريکایي ځواکونو تر ايستنې وروسته دغه بشري ناورين سخت شوی دی. د دې ناورين د يادونې په ترڅ کې ښاغلي نصرت عمر وويل چې د امریکا تر وتلو او د نوي سرپرست حکومت په راتګ سره ما خپله دنده له لاسه ورکړې ده، پخوا مې ۱۸۰۰۰ افغانۍ معاش و، اوس په افتخاري توګه له یوې سیمه ییزې راډیو سره دنده اجرا کوم. خو له بده مرغه چې د غربت او معاش نه شتون له امله مې د ژوند له سختو مشکلاتو سره مخ یم، ترڅنګ مې نور زیات ملګري هم بې دندې شوي دي او له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي. د نوي سرپرست حکومت په راتګ سره په پراخه کچه خلک بې دندې شول او د ژوند سختې شپې ورځې تېروي. د افغانستان د اوسني وضعیت پړه د امریکا پر غاړه ده. امریکا او نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي، خو تر هر څه لومړی امریکا باید د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

اوس په افغانستان کې د بيارغونې کار شروع شوی، د چين په شمول ډېر هېوادونه غواړي چې له افغانستان سره کومک وکړي او د دې هېواد د بيا سمسورتيا او پرمختګ لپاره خپل خدمتونه وکړي. په دې اړه نصرت عمر داسې ویلي، دا چې افغانستان کې د بیارغونې کارونه شروع دي، چین پکې ډېر ستر رول لوبولی شي او تل يې د افغانستان د ابادۍ په برخه کې مرسته کړې، کار یې کړی او پروژې یې پلې کړې دي. نو موږ هيله لرو چې د بیارغونې په برخه کې چين خپلې هڅې ګړندۍ کړي او له افغانستان سره د ابادۍ په برخه کې خپلې مرستې لا ډېرې کړي.

Previous Post

د روان کال په ۸ مياشتو کې د چین د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۷،۳ ټريليونو يوانو ته رسېدلی

Next Post

افغان جګړه امریکایي نظامیانو ته په بده خاطره بدله شوې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
امریکا؛ د افغان جګړې کمېسیون خپل فعالیت پيلوي

افغان جګړه امریکایي نظامیانو ته په بده خاطره بدله شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Aztec Magic Deluxe Game Review Rtp And Strategy

سپتمبر 8, 2025
کاروبار خپرونه | فیسبوک کمپنۍ

کاروبار خپرونه | فیسبوک کمپنۍ

جون 6, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved