سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

افغانستان او سیمه ییزه همکاري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 11, 2020
in کتاب
0
افغانستان او سیمه ییزه همکاري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سیمه‌ییزه همکاري څېړند د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، په اروپا کې د نړیوالې همکارۍ د یو ډول په بڼې رامنځ ته شوه. د وخت په تېرېدو د نړۍ د نورو سیمو هېوادونو له سیمه‌ییزې همکارۍ څخه په مختلفو برخو کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د یوې  بېلګې په توګه ګټه اخیستل پیل کړل او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ځینو هېوادونو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه سیمه‌ییز سازمانونه رامنځ ته کړل. د سیمه‌ییزو سازمانونو اصلي موخه د غړو هېوادونو تر منځ د همکاریو پراختیا وه او ډېر تمرکز یې د غړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او اجتماعي همکاریو د پراختیا په اړه و.

د سړې جګړې پر مهال سیمه‌ییزه همکاري د شوروي او امریکا له سیالیو څخه اغېزمنه وه او د نړۍ هېوادونه ځینې له شوروي اتحاد او ځینې نور  له امریکا سره ملګري وو، خو د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره زمینه او شرایط برابر شول او د نړیوال دوه قطبي نظام له پای ته رسېدو وروسته، د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا او پیاوړتیا لپاره نوي فرصتونه او امکانات رامنځ ته شول. د نړۍ د ډېرو هېوادونو لپاره د دې زمینه برابره شوه چې د ایډیالوژیکو ګټو او ارزښتونو پر ځای خپلو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د خپلو ګټو د خوندیتوب او د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا په موخه په خپلواک ډول اقدامات وکړي. په لاتینې امریکا، افریقا، سویل ختیځې اسیا، سویلي اسیا او د درېیمې نړۍ په نورو وروسته پاتې سیمو کې د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا په موخه هڅې پیل شوې، خو په دې سیمو کې سیمه‌ییزې همکارۍ په اروپا کې د سیمه‌ییزې همکارۍ له ډول او بڼې سره ډېر توپیر درلود. په افریقا کې سیمه‌ییزه همکاري د سوداګریزو اقتصادي ګټو او انګیزو پر ځای تر ډېره بریده امنیتي انګېزې درلودې، خو د وخت په تېرېدو د سیمه‌ییزې همکارۍ نوې بڼه رامنځ ته شوه. نوې سیمه‌ییزه همکاري ډېر اړخونه لري چې پر بنسټ یې په سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي برخو کې د هېوادونو تر منځ همکاري پراختیا پیدا کوي.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د نړیوالتوب پروسې د سیمه‌ییزې همکارۍ په پراختیا کې مهم او د پام وړ رول تر سره کړ، نړیوال کېدو او د اقتصاد او ازاد بازار پراختیا یو پر بل د هېوادونو تړاو او تکیه کول ډېر کړل، له همدې امله اوسمهال هیڅ یو هېواد د دې وړتیا نه لري چې خپل ملي اقتصاد په یوازې ځان مدیریت کړي، سیمه‌ییزه همکاري نه یوازې دا چې له نړیوالتوب سره ټکر نه لري، بلکې نړیوالتوب  او سیمه‌ییزه همکاري له یو بل سره مرسته او یو بل پیاوړي کوي.

افغانستان چې د اسیا په زړه کې موقعیت لري، په شمال کې یې د مرکزي اسیا هېوادونه، په ختیځ کې یې چین، په لوېدیځ کې یې ایران او په سوېل کې یې د سوېلي اسیا هېوادونه پاکستان او هند موقعیت لري. د افغانستان جیو ستراتیژیک موقعیت ته په پام، د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا کولای شي د افغانستان په اجتماعي، اقتصادي ودې او پرمختګ او د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې مهم رول تر سره کړي. له همدې امله د افغانستان د ملي پراختیا په ستراتېژۍ کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا ته ځانګړی ځای ورکول شوی و او د افغانستان حکومت د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانسونو (ریکا) د جوړېدو او د استانبول پروسې د پیل لپاره زمینه او شرایط برابرکړي وو.

افغانستان د سیمې د سوداګریزو او ترانسپورټي لارو په څلورلارې کې قرار لري. د افغانستان جیو ستراتیژیک موقعیت ته په پام  د سیمې له هېوادونو سره د سیمه‌ییزې همکارۍ له لارې د اړیکو او همکاریو پراختیا د افغانستان لپاره ځانګړی ستراتیژیک ارزښت او اهمیت لري. افغانستان د خپلو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره اړدی چې د سیمې له هېوادونو سره همکاریو ته پراختیا ورکړي. له بل لوري له افغانستان سره مرسته او همکاري د سیمې د هېوادونو د امنیت او ثبات د ټینګښت او پرمختګ لپاره مهمه ګڼل کېږي.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

خاویر پرز دکوئیر

Next Post

څو ګامونه چې حالت ښه کولی شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
څو ګامونه چې حالت ښه کولی شي

څو ګامونه چې حالت ښه کولی شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې د جه جيانګ ولايت چټک پرمختګ

سپتمبر 27, 2023
د ګاونډيو هېوادونو چارو په اړه د چین د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې کاري غونډه تر سره شوه

د ګاونډيو هېوادونو چارو په اړه د چین د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې کاري غونډه تر سره شوه

اپریل 9, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved