افغانستان د ماشومانو لپاره له سوډان او چاد وروسته تر ټولو بد هېواد ګڼل شوی دی. د ماشومانو د حقونو یو ملاتړي بنسټ کیډز رایټس په خپل یو راپور کې ویلي چې افغانستان د ۱۹۳ هېوادونو په ډله کې درییم بد هېواد دی. په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې پر ښځو د کار او زده کړو بندیز په کم عمر کې د نجونو دورکړې او د ماشومانو د کار کچه لوړه کړې ده. په راپور کې راغلي، پر مېرمنو بندیزونو پخوانۍ لاسته راوړنې هم له منځه وړې دي. د کیډز رایټس بنسټ، په درجه بندۍ کې سوېډن، فنلنډ او ایسلنډ په نړۍ کې د ماشومانو لپاره غوره هېوادونه ګڼل شوي دي، خو اوکراین بیا د جګړې له امله هغه هېواد بلل شوی چې ډېر ماشومان په کې په لوږه او بېوزلۍ کې ژوند کوي.












