د واټسون په نامه یو امریکایي څېړنیز بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې پر افغانستان د امریکا د یرغل له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې ۱۵۷ زره کسان وژل شوي دي. راپور کاږي، په دې ۱۵۷ زره کسانو کې نظامیان، ملکیان او وسله وال مخالفین شامل دي. راپور کې وړاندې راغلي، په دې موده کې د ځمکنیو جګړو، هوایي بمباریو او ماین چاودنو له امله، ۴۳ زره ولسي وګړي، ۶۴ زره نظامیان، او ۴۲ زره وسله وال مخالفین وژل شوي دي. افغان دولت او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.











