په افغانستان کې د بریټانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر دنده پای ته رسېدلې ده. شارټر نن د خپلې دندې د پایته رسېدو په اړه په یو لړ ټویټونو کې په افغانستان کې د سیاسي بېثباتۍ یادونه کړې ده. نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې بېثباتي به د بشري ناورین د ژورېدو لامل وګرځي. هوګو شارټر د یوه باثباته او سولهییز افغانستان لپاره د بریتانیا پر ملاتړ ټینګار وکړ. هغه ویلي، چې اوس مهال یې د هېواد لومړیتوب د هغو ۲۸ میلیونو افغانانو ژوند ژغورل دي چې بشري مرستو ته جدي اړتیا لري. د نوموړي په وینا، بریتانیا د ا.ا د واکمنۍ په یو نیم کال کې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې يې ۶۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. دغه بریتانوي دیپلومات همداراز ټینګار کړی، چې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه د افغانانو اساسي ازادي کمزورې کوي او د دغه هېواد اوږدمهالې ودې او ثبات ته زیان رسوي.











