چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغانستان کې د سيلابونو مخنيوی څنګه کېدای شي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 1, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغانستان کې د سيلابونو مخنيوی څنګه کېدای شي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دا چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې بوږنونکي سيلابونه راغلل او  ګڼ شمېر ځاني او مالي زيانونه يې واړول چې په اړه يې د هر با احساسه انسان زړه درد کوي.

ما هم په رسنيو کې د يادو سيلابونو له امله د اوښتو زيانونو انځورونه او وېډيو ګانې وليدي او ډېر زړه مې بد شو.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

اوس پوښتنه داده چې تر کومه به داسې طبيعي پېښې په افغانستان کې رامنځ ته کېږي؟ آيا دداسې پېښو د مخنيوي امکان شته؟

ددې پوښتنو په ځواب کې ماته په بېجينګ کې د “مي يون ” په نوم اوبو بند را ياد شو او دا فکر راسره پيدا شو چې که افغان دولت او ولس په خپلو سيمو کې د ورته بندونو په جوړولو لاس پورې کړي نو  دا به له يوې خوا د سيلابونو د راوتلو مخه ونيسي او خطر به يې کم کړي او له بلې خوا به خلک له پاکو اوبو څخه برخور شي، کرنيزو ځمکو لپاره به اوبه پرېمانه شي او آن کولای شي چې د برېښنا په توليد کې هم له يادو اوبو څخه کار واخلي.

لازمه بولم چې لومړی د مي يون بند په  اړه معلومات درکړم او کولای شئ چې ياد بند بېلګه وګرځوئ او په خپلو سيمو کې ددې بند له تجربو څخه کار واخلئ.

د ” مي يون بند“

د چين په پلازمينه بيجينګ کې د مي يون د اوبو بند او زيرمتون

دا بند په ۱۹۶۰ ميلادي کال کې د بېجينګ او هه بي ولايتونو د خلکو له خوا د سيلاب د مخنيوي په موخه جوړ شوی، خو د سيلابونو پر مخنيوي سربېره يې د څښاک د پاکو اوبو او دغه راز کرنيزو ځمکو د خړوبولو پر يوې لويې سرچينې بدل شوی او اوس د چين دولت دې بند ته ډېره پاملرنه کوي.

ولې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د “مي يون” بند ته ډېره پاملرنه کوي؟

د چين په پلازمينه بيجينګ کې د “مي يون ” په نوم د اوبو زيرمتون په دغه ښار کې يو ډېر مشهور ځای دی، ځکه چې دغه زيرمتون په ياد ښار کې د څښاک اوبو تر ټولو لويه تامينونکې سرچينه ده.  د “مي يون” اوبو زيرمې له جوړېدو وروسته په ۳۰ کلونو کې د سيلابونو د مخنيوي، د کرنيزو ځمکو خړوبولو، په دغه ښار کې د څښاک اوبو برابرولو، د بريښنا توليد، د کبانو روزنې او سيلانۍ په شمول برخو کې ګټوره ثابته شوې.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۳۰مه نېټه د بېجينګ د “مي يون” اوبو زيرمتون د جوړېدو د ۶۰مې کليزې په درشل کې د دغه زيرمتون ابادوونکو او ساتونکو کليوالو ته ځوابي پيغام وليږه چې پکې يې دغو کليوالو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې او د هغوی د نېکمرغۍ هيله يې وښودله. ولی شي جين پينګ د “مي يون” اوبو زيرمتون ته تل ډېره پاملرنه کوي؟ ځکه چې د بېجينګ په شاو خوا کې څه باندې سل زره کيلومتره مربع په پراخوالي غرنۍ سيمه د دغه ښار ډېر مهم طبيعي ديوال او د اوبو د سرچينو ساتونکې سيمه ده او ډېر ارزښت لري. دغه زيرمتون د سيلابونو مخنيوي په هدف جوړ شوی اوس دغه زيرمتون په بيجينګ کې د څښاک اوبو برابرولو او د اوبو سرچينې د يوې ستراتيژيکې اډې په توګه ګڼل کيږي چې ستر ارزښت لري.

په ۱۹۵۸ کال کې د “چاو بای” سيند په لاندينې برخه کې ډېرو پراخو پټيو او اوسيدونکو نژدې هر کال کې د سيلابونو له خطرونو سره مخ و. له ۱۹۴۹ کال څخه تر ۱۹۵۹ کال پورې په لسو کلونو کې اته ځله لوی سيلابونه رامنځته شوي چې  له امله يې ډېرې پراخې کرنيزې ځمکې له حاصلاتو څخه لوېدلې او خرابې شوې .

خو په هغه وخت کې تخنيکونه دومره پرمختللی نه و، ماشينونه هم ساده و. په دې وخت کې پوهانو له څوکلن ډېزاين وروسته د دغې پروژې په جوړولو پيل وکړ چې د بيجينګ او تيان جين ښارونو او د هه بې ولايت څه دپاسه دوه لکه کارګرانو د دغې پروژې په ابادۍ کې ګډون وکړ. د سيلابونو او زلزلو د مخنيوي لپاره پوهانو پريکړه وکړه چې د ډېرو ټينګو ډبرو او ديوالو په وسيله د اوبو بند جوړ کړي. نو  د دغه بند له جوړېدو وروسته په يو کال کې د سيلابونو مخنيوی و شو او په دوو کلونو کې يې دغه زيرمتون بشپړ کړی. له ۱۹۶۰ کال څخه تر ۱۹۹۰ کال پورې په دغه ځای کې يوولس ځل لوی سيلابونه رامنځته شوي، خو د ياد سيند په لانديني برخه کې هيڅ طبيعي زيانونه نه دي رامنځ شوي او هغه پراخې کرنيزې ځمکې چې پخوا د سيلابونو له امله خرابې شوې وې، بېرته جوړې شوې دي.

له ۱۹۶۰ کال وروسته دغه  بند په عمده توګه د سيلابونو مخنيوي، پټيو ته د اوبو ورکولو، ښاريانو ته د اوبو برابرولو او د بريښنا توليد په چارو کې رول لوبولی دی. له ۱۹۸۵ کال وروسته دغه زيمتون په عمده توګه بيجينګ ته د څښاک اوبه برابر کړې او تر اوسه د ياد ښار د څښاک اوبو برابرولو سرچينه ده.

د افغانستان خلکو په خپلو سيمو کې د سيلابونو د مخنيوي  په موخه اوبو بندونو جوړولو په برخه کې د چين له تجربو څخه ګټه پورته کولای شي او د چين دولت دا پاليسي ده چې دوستو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډيانو سره به خپلې هر ‌ډول تجريبې شريکې کړې او زه پوره باور لرم چې که افغان دولتي مشران د چين له حکومت څخه په دې برخه کې د مرستې او تجربو شريکولو غوښتنه وکړي نو چين به هرو مرو له خپل توان سره سمه مرسته وکړي.

لیکنه: ډېوه؛ د چین نړیوالې راډیو د پښتو څانګې خبریاله

Previous Post

ملک سلمان څلور دولتي چارواکي د فساد په تور ګوښه کړي دي

Next Post

د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا د ۹۰ سلنه هېوادونو روغتیايي مرکزونه زیانمن کړي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا د ۹۰ سلنه هېوادونو روغتیايي مرکزونه زیانمن کړي دي

د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا د ۹۰ سلنه هېوادونو روغتیايي مرکزونه زیانمن کړي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین فضايي سټېشن ته درې نور ستور مزلي ورسېدل

د چین فضايي سټېشن ته درې نور ستور مزلي ورسېدل

اپریل 25, 2025
پاکستان؛ پنجاب کې طوفانونو ۸ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور يې ټپيان کړي

پاکستان؛ پنجاب کې طوفانونو ۸ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور يې ټپيان کړي

مې 25, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved