د پېښو پر وړاندې د دولت وزارت مرستیال شرف الدین مسلم په کابل کې د چین له سفير وانګ یو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په راتلونکي ژمي کې د بشري مرستو په اړه خبرې شوې دي. مولوي شرف الدین مسلم د چین له پخوانیو بشري مرستو مننه کړې ده او په راتلونکي ژمي کې یې د افغانستان مختلفو سيمو کې د بشري وضعيت غذايي موادو، پوښاکو او نورو لومړنيو اړتياوو په اړه مفصلې خبرې کړې دي. د چین سفیر وانګ یو افغانستان سره د چین پر بشري مرستو رڼا اچولې او په راتلونکي ژمي کې يې د افغان لوري لومړیتوبونو ته په پام ژمنه کړې، چې هېواد به یې یاد شوي موارد په پام کې ونیسي. سفير زياته کړې چې د مرستو د لا مؤثریت لپاره د افغان لوري لخوا د لومړیتوبونو په ګوته کول مهم دي.












