چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

افغان حکومت له یوې واحدې طرحې سره د ترکیې په غونډه کې ګډون کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 7, 2021
in افغانستان
0
افغان حکومت له یوې واحدې طرحې سره د ترکیې په غونډه کې ګډون کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ترکیې د کنفرانس له رانږدې کېدو سره هممهاله په هېواد کې هم د دغې غونډې د بریا لپاره چټکې هڅې روانې دي. د ملي مصالحې عالي شورا، ملګري ملتونه، نړیوال بنسټونه، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی او د سولې په چارو کې د دولت وزارت دمګړی د طرحو پر توحید او یوې یوازینۍ طرحې پر جوړولو کار کوي او هڅه کېږي د روانې جګړې د ختمولو لپاره ټول وړاندیزونه په نظر کې ونیول شي. بلخوا نړیوالې رسنۍ بیا وایي، چې ښایي بایډن د جګړې د نه ختمېدو له امله دلته د خپلو سرتېرو حضور ډېر کړي، هغه څه چې ښايي دلته د جګړو د دوام سبب شي.

ټاکل شوې چې د روانې اپریل میاشتې په ۱۶مه په ترکیه کې د افغان سولې په اړه مهمه غونډه جوړه شي. رسنۍ وايي چې دغه غونډه به پوره لس ورځې دوام کوي او پکې به د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره کوښښ کېږي. له شاوخوا دوو اونیو راهیسې په دوحه کې د دې غونډې لپاره د چمتووالي په موخه شپږ اړخیزې غونډې روانې دي او هڅه کېږي چې د دې غونډې لپاره اجنډا، ارزښتونه او اصول جوړ شي. بلخوا دلته په کابل کې هم د دې غونډې لپاره تیاری روان دی او د ملي مصالحې عالي شورا پر دې کار کوي چې څنګه وکړی شي له یوې واحدې طرحې سره د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي.

You might also like

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

د ملي مصالحې عالي شورا تېره ورځ هم له نړیوالو بنسټونو، د سولې په چارو کې د دولت له وزارت او د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي له مشر معصوم ستانکزي سره غونډه لرله. په دې غونډه کې د ترکیې پر کنفرانس او دغه راز د دې غونډې لپاره د یوې یوازینۍ طرحې پر جوړولو خبرې شوې دي. د ملي مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له قوله راغلي، چې د یوې یوازینۍ طرحې د جوړولو لپاره هڅې روانې دي. د ده په خبره:«هڅه کېږي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوی ټولشموله وي او د ترکیې ناستې ته د واحد نظر سره ګډون وکړي».

ډاکټر عبدالله عبدالله په دې غونډه کې چې د نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو هېوادونو استازي هم پکې وو، د افغان سولې په اړه سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع خورا مهمه بللې او په دې برخه کې یې له مرسته کوونکو هېوادونو مننه کړې ده. د ډاکټر عبدالله عبدالله په وینا، څومره چې د افغان سولې په اړه سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې کېږي، همدومره افغانان سولې ته نږدې کېږي. ډاکټر عبدالله د سولې په اړه وروستۍ نړیوالې هڅې مهمې وبللې او په خبره یې، دا هر څه په دې مانا دي چې نړیوال له افغان سولې سره همکار دي. د ده په وینا: «د سولې په برخه کې د همکارۍ له امله د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې مننه کوو، دوی د سولې د راتګ لپاره هڅه کړې ده».

نړیوالې ټولنې هم په دې غونډه کې ژمنه کړې چې له افغان سولې سره به همکاري کوي. د سیمې د هېوادونو ځینو سفیرانو له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په خبرو کې ډاډ ورکړی، چې د استانبول په غونډه کې به د افغانستان له سوله‌ییز دریځ ملاتړ کوي. ډاکټر عبدالله عبدالله بیا تمه ښودلې چې د ترکیې غونډه په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو او دلته د دایمي سولې د راتګ سبب شي.

بلخوا په دوحه کې ځینې سرچینې وایي چې د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ له څو اونیو راهیسې د ترکیې د غونډې په اړه بحثونه روان وو، چې د ځینو هېوادونو استازو هم پکې حضور درلود، خو دواړه لوري د اجنډا پر جوړولو بریالي شوي نه دي، چې له همدې امله د افغان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوی ته تیاره جوړه شوې طرحه سپارلې او له دواړو لورو یې د عملي کولو غوښتنه کړې ده. د دې طرحې په اړه لا ډېر جزیات نه دي خپاره شوي.

Tags: Top
Previous Post

له درملو پرته د بدن له دردونو سره مخه ښه وکړئ

Next Post

رستمي: تېر کال په افغانستان کې څه باندې یو مټریک ټنه ورېښم تولید شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
رستمي: تېر کال په افغانستان کې څه باندې یو مټریک ټنه ورېښم تولید شوي

رستمي: تېر کال په افغانستان کې څه باندې یو مټریک ټنه ورېښم تولید شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Machines London

سپتمبر 8, 2025
د شیاومي د چټک چارجولو ټکنالوژي

د شیاومي د چټک چارجولو ټکنالوژي

جون 16, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved