چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان خبريال: په افغانستان کې ځيني مثبت پرمختګ شوي، خو د امريکا له خوا د افغانانو د پيسو بندول د اقتصادي وضعيت د خرابوالي سبب کيږي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 15, 2023
in ليکنې او تحلیلونه, نړیوال خبرونه
0
افغان خبريال: په افغانستان کې ځيني مثبت پرمختګ شوي، خو د امريکا له خوا د افغانانو د پيسو بندول د اقتصادي وضعيت د خرابوالي سبب کيږي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۱ م کال د اګست په پنځلسمه نېټه طالبان بيا کابل ته داخل شول او واک ته  ورسېدل، چې له دې کبله د افغانستان جمهوري نظام سقوط شو.تر اوسه پورې واک ته د طالبانو له رسېدو څخه دوه کالونه تېر شوي دي. په تېرو دوو کلونو کې که څه هم د افغانستان په دننه کې ځينې مثبت پرمختګونه شوي، خو اقتصادي وضعيت لاهم خراب دی او خلک يې تر اوسه هم له بشري ناورين سره مخ دي. د چين د ميډيا ګروپ خبريالې له وروستيو دوو کلونو راهيسې د افغانستان د بدلون په هکله د دې هېوا د ژوندون  ټلويزيون له پخواني خبريال عزيز خان هوتک سره مرکه وکړه. هغه وويل، چې وطن کې مثبت پرمختګونه ليدل کيږي، خو د امريکا له خوا د افغانانو د پيسو بندول د اقتصادي وضعيت د خرابوالي سبب کيږي.

د ښاغلي هوتک په اند له دوو کلونو راهيسې افغان سرپرست حکومت هم د اقتصادي وضعيت د ښه والي لپاره ډېرې هڅې کړي او ځيني مثبت پرمختګونه يې موندلي دي.د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۳۱مه نېټه نړيوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعيت په هکله راپور خپور  کړ او پکې يې په اقتصادي چارو کې يې د افغانستان وروستی مثبت پرمختګ هم تائيد کړ.د بېلګې په توګه په افغانستان کې د پيسو پړسوب انډول راټيټ شوی، د غلودانو کورني توليدي اندازه زياته شوې او د بهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانيو تبادلوي ارزښت لوړ شوی دی. په دې اړه ښاغلي هوتک داسې وویل، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، په نړيواله ټولنه کې اندېښنې زیاتې وې، چې د افغانستان اسلامي امارت به د بودیجې له کمښت سره مخ شي او توان به ونلري، چې لویې اقتصادي پروژې پیل کړي، خو له نېکمرغه له دې اندېښنو سره سره سرپرست حکومت د قوش تېپې کانال او ورسره  يې جوخت د کابل او کندهار سړک د رغونې چارې پيل کړې، دغه راز یې په نیمروز کې کانالونه جوړ کړل او په کابل کې يې د بیا رغونې لسګونه پروژې پلې کړې، چې له امله یې زرګونو کسانو ته کاري فرصت برابر شوی دی. سربېره پردې له دې سره جوخت ډېر ژر به له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ ميګاه واټ برېښنا د لېږد پروژه هم پيل شي، د جګړو په پایته رسېدو سره زموږ ګڼ هېوادوال خپلو مینو ته ستانه شول او د غلو دانو په کرنه بوخت دي، د افغانيو ارزښت د پام وړ ښه شوی دی، خو اقتصادي وضعيت لاهم خراب دی او زموږ اندېښنې پر ځای دی، یو لوی علت یې د امریکا له لوري د افغانانو د پيسو بندول دي، چې له امله یې د افغانستان تجارت د پام وړ خراب شوی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

پر افغانستان د امريکا د پولي بنديزونو او د اقتصادي حالت د خرابوالي له امله په افغانستان کې اوس ډېر وګړي لاهم له بشري ناورين سره مخ دي. د غلودانو پروګرام نړيوالې ادارې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې يو راپور خپور کړل، چې له مخې يې ۹۵ سلنه افغانان د خوړو د کمښت له ستونزو سره مخ وو او ۲۲ میليونه او اته لکه افغانان د غلودانو د خونديتوب په برخه کې مشکل درلود او څه باندې درې میليونه او دوه لکه څه کم پنځه کلن ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته شول. هغه وويل، چې زرګونه کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او خپلې کورنۍ يې نه شي پاللی، چې د بې وزلۍ کچه لوړه شوې ده. په جمهوري نظام کې هم د بېوزلۍ کچه لوړه وه، خو اوس د اقتصادي حالت په خرابوالي سره يو څه اندازه بيوزلي ډېره شوې ده. خورا ځواکي له ۲۰۱٦ کال راهيسې په افغانستان کې مخ په زياتېدو ده. اوس ممکن دا کچه نوره هم لوړه شي، موږ هيله لرو، چې نړيواله ټولنه له مونږ سره بشري مرسته وکړي او د عامې روغتيا وزارت په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د مرکې په پای کې ښاغلي هوتک هيله وښوده،چې د افغانستان نوی نظام پر رسميت وپېژندل او ټولشموله حکومت جوړ شي او ملي اجماع مو جوړه وي، چې وطن مو پرمختګ وکړي.

Previous Post

اقتصادي مرستیال ترکي پانګوال افغانستان کې پانګونې ته رابللي

Next Post

پکتیکا کې ۲۴۷ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
پکتیکا کې ۲۴۷ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شول

پکتیکا کې ۲۴۷ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

زلمی خلیلزاد: د افغانستان هېرول به تېروتنه وي

زلمی خلیلزاد: د افغانستان هېرول به تېروتنه وي

فبروري 16, 2024
ا.ا: د طبیعي پېښو لپاره اړین چمتووالی لرو

ا.ا: د طبیعي پېښو لپاره اړین چمتووالی لرو

جنوري 5, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ