چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان محصولاتو ته د باوري او لوی نړیوال بازار موندل به مو هېواد په پښو ودروي

لیکنه: محمدشفیق رشید

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 13, 2023
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان محصولاتو ته د باوري او لوی نړیوال بازار موندل به مو هېواد په پښو ودروي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

افغانستان کې چې له نږدې درې کالو راهیسې له اوږدې او څو لسیزې جګړې څخه راوتلی او اوس پکې د بیا رغونې کارونه پيل شوي دي.

بل خوا د هر افغان په ذهن کې دا خبره را ګرځي چې څنګه به يې د هېواد محصولات او خام مواد یوه باوري او ستر نړیوال مارکېټ ته لار پيدا کړي څو له دې لارې يې د هېواد اقتصاد قوي او پر خپلو پښو ودرېږي.

اقتصاد پوهان په دې باور دي چې چین زموږ لپاره تر ټولو ښه، باوري او نږدې بازار کېدای شي او په دې برخه کې یوه ښه خبره دا هم ده چې چین حکومت د افغان محصولاتو واردولو او پر ډېرو محصولاتو د ګمرګي تعرفې د کمولو او یا لغوه کېدو ژمنه هم اعلان کړې ده.

د چین شپږم نړیوال وارداتي نندارتون کې د افغان محصولاتو شتون:

د نوامبر په ۵مه د چین په شانګهای کې د دغه هېواد شپږم نړیوال وارداتي نندارتون پيل شو او د همدې میاشتې تر ۱۰مې نېټې يې دوام وکړ.

د چیني رسنیو د معلوماتو له مخې چې په دې نندارتون کې افغان سوداګر او تصدۍ هم ګډون لري او خپل تولیدات يې نندارې ته وړاندې کړي.

په دې لیکنه کې د بحث ټکي دا دي چې دغه نندراتون د نړۍ په ځانګړې توګه افغانستان لپاره څه اهمیت لري؟ په داسې حال کې چې چین د نړۍ یو ستر اقتصادي قدرت دی او موږ له دغه هېواد ځمکنۍ پوله لرو.
آیا افغانستان داسې مهم محصولات لري چې په دې نندارتون کې د چین او نړیوالو پام جلب کړي؟

د یادونې وړ ځای دا دی چې د چین پر اقتصادي ځواک هېڅوک سترګې نشي پټولای او داسې ځواک دی چې نه یوازې د آسیا، بلکې نړۍ پر اقتصاد يې اغېزې څرګندې دي.

دې کې هم شک نشته چې چین هر وخت د نوښتګر رول لوبولی، نوښتونه يې کړې او په هره برخه کې يې ځان د نړۍ لپاره مشال جوړ کړی دی.

د دغه هېواد دولت د خپلو نوښتونو په دوام کې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دا نوښت هم وکړ چې د لومړي ځل لپاره يې یو نړیوال وارداتي نندارتون جوړ کړ.

اقتصاد پوهان په دې پوهېږي چې هر هېواد هڅه کوي چې د خپلو صادراتو کچه لوړه کړي او واردات کم کړي.

خو چین د صادراتو تر څنګ د دې لپاره هم هڅه کوي چې واردات هم زیات کړي او د دغه نندارتون بنسټ يې کېښود.

نوښت هغه څه ته وايي چې یو څوک داسې عمل وکړي چې له دې مخکې نه وي شوی، نو دا چې له ۲۰۱۸ میلادي کال وړاندې هېڅ هېواد د وارداتو نړیوال نندارتون نه دی جوړ کړی او چین دا کار وکړ نو ویلای شوو چې چین یو نوښت وکړ.

چین له ۲۰۱۸ میلادي کال وروسته هر کال دغه نندارتون جوړوي او د دغه هېواد د رسنیو د معلوماتو له مخې، تېر په دغه  نړیوال وارداتي نندارتون کې د نړۍ ۱۴۵ هېوادونو، سیمو او سازمانونه ګډون کړی و او خپل محصولات يې نندارې ته وړاندې کړل.

دغه نندارتون په حقیقت کې نړیوالو ته دا فرصت برابروي چې د چین له لوی بازاره استفاده وکړي او خپل تولیدات په چین او نړیوال مارکېټ کې وپلوري.

د چین نړیوال وارداتي نندارتون د روانې مېلادي میاشتې په پنځه نېټه پیل شوی و او د همدې میاشتې په لسمه نېټه پای ته ورسېد.

چیني سرچینو ویلي چې په دې نندارتون کې ۱۵۴ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو استازي او له ۳۴۰۰ ډېرې تصدۍ او شرکتونه ګډون لري.

دغه راز د کمربند او لارې د کډې آبادۍ وړاندیز کې شاملو هېوادونو څخه هم له ۱۵۰۰ ډېرې تصدۍ په دغه نندارتون کې ګډون لري.

افغانستان ته دغه نندارتون ولې مهم دی؟

د افغانستان تاریخي او سټراټژيک اهمیت له چا پټ نه دی خو له بده مرغه چې دغه هېواد د تېرو سلو کالو په  اوږدو کې د پرله پسې یرغلونو او جګړو له امله په اقتصادي لحاظ ډېر کمزوری شوی او په خپلو پښو درېدو لپاره یو اوږد زماني واټن په مخ کې لري چې باید دغه واټن په معقول ډول ووهل شي.

څو ټکي په لنډه  توګه د یادونې وړ دي، یو دا چې مخکې مو هم وویل چې چین د نړۍ یو ستر قدرت دی او بل دا چې افغانستان له یوې خوا یو زراعتي هېواد دی او له بلې خوا د خامو موادو لرونکی بډای هېواد دی.

نو عقل دا ایجابوي چې که په افغانستان کې هر حکومت وي باید د خپلو دې دواړو ټکیو ته بازار پیدا کړي او دا یو ښه چانس دی چې د چین په شان یو لوی هېواد سره ګډه پوله لري نو له دغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو په جوړولو سره هم زموږ زراعتي محصولاتو ته آسانه بازار پيدا کېږي او هم زموږ خامو موادو لکه نفت او نور کاني موادو ته.

چین د کابو یو نیم میلیارډ نفوس په درلودلو سره په نړۍ کې د زراعتي محصولاتو تر ټولو لوی مصرفي هېواد دی چې آن له امریکا او نورو لرې پرتو هېوادونو څخه زراعتي محصولات واردوي چې دغه محصولات په میاشتو میاشتو په دریابونو کې د باربرۍ بېړیو په وسیله چین ته رسېږي.

بله دا چې دغه هېواد په نړۍ کې تر ټولو ستر صنعتي هېواد، د خامو موادو تر ټولو ستر وارداتي او د پخو موادو او مالونو تر ټولو ستر صادراتي هېواد دی.

له  نېکه مرغه زموږ افغان سوداګر هم د چین په نړیوال وارداتي نندارتون کې ګډون لري او د هېواد مختلف محصولات لکه زعفران، جلغوزي، لاسي صنایع لکه غالۍ او نور يې نړیوالو نندارچیانو ته وړاندې کړي او هیله ده چې ښې لاسته راوړنې به ولري.

Previous Post

پنجشېر کې د برېښنا ۸ برجونه جوړ شول

Next Post

راستانه شوي کډوال: سوداګر او خیریه بنسټونه مو دې لاسنیوی وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
راستانه شوي کډوال: سوداګر او خیریه بنسټونه مو دې لاسنیوی وکړي

راستانه شوي کډوال: سوداګر او خیریه بنسټونه مو دې لاسنیوی وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د جو بایډن لپاره بد خبر، د افغانانو لپاره پر ښه خبر بدلېدلی شي؟

په دوحه کې بیا پیل شوو خبرو ته څومره تمه کېدای شي؟

جولای 6, 2021
پاکستان کې پرونۍ چاودنې ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پاکستان کې پرونۍ چاودنې ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

جولای 31, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved