چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

اقتصادي مصلحت پالنه که تقابل؟ د واشنګټن د چين واله معضله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 24, 2025
in نړیوال خبرونه
0
اقتصادي مصلحت پالنه که تقابل؟ د واشنګټن د چين واله معضله
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د بيجينګ او واشنګټن تر منځ د دوامدارې ښکېلتيا په يوه نښه کې د چين د لومړي وزير مرستيال او له متحدو ايالتونو سره د اقتصادي او سوداګريزو چارو مخکښ مسوول هي لايفېنګ د فبروري په ۲۱مه نېټه د متحدو ايالتونو د ماليې له وزير سکاټ بېسېنټ سره ويډيويي خبرې وکړې. دواړو لورو د هغې اجماع د پليتابه په اړوند، چې د دواړو هېوادونو مشرانو رامنځته کړې، نظريات سره تبادله کړل او پر هغو اقتصادي مسايلو یې بحث وکړ چې د دواړو هېوادونو پېچلې دوه اړخيزې اړيکې تعريفوي.

وروستي مذاکرات د چين – متحدو ايالتونو په اقتصادي او سوداګريز ډيالوګ کې ډيريدونکی تحرک ښيي. دواړو لورو په ځلونو، په مختلفو برخو کې له شته کشمکشونو سره سره د اقتصادي همکاريو اهميت تاييد کړی دی. له سوداګريزو چارو را نيولې بيا تر ستراتيژيکو چارو پورې په مختلفو کچو د دواړو لورو تر منځ ډيپلوماټيک تعامل موجود دی. له دغو اقتصادي بحثونو سره موازي، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي تازه د واشنګټن په غوښتنه د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو له وزير مارکو روبيو سره خبرې وکړې. دغه تبادلات د واشنګټن – بيجينګ د ترينګلو اړيکو د ښه کولو په موخه د دواړو لورو احتياطي او مدبرانه ليدلوری ښيي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په هر صورت، سره له دې چې ډيپلوماټيکې هڅې روانې دي، واشنګټن پر داسې اقداماتو لاس پورې کړی چې پرمختګ له ننګونو سره مخ کوي. د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت تازه د چين د تايوان سيمې په اړه د خپلو معلوماتو پاڼه نوې کړې او هغه ژبه یې چې د تايوان سيمې د خپلواکۍ د نه ملاتړ ډاډ یې ورکاوه اوس بدله شوې ده. دوی د چين اړوند هم د اقتصادي اندېښنو په را برسېره کولو سره د خپلو معلوماتو پر پاڼې بيا کتنه کړې او ټينګار یې کړی چې له چين سره د متحدو ايالتونو سوداګريز کسر په متحدو ايالتونو کې په کور د ننه کاروبارونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

دغه سياستي بدلونونو د تايوان د مسئلې په تړاو د واشنګټن د دريځ د باالقوه بدلون اندېښنې را پورته کړې او دغه راز یې په نړيواله کچه د سوداګرۍ بهير هم له بې نظمۍ سره مخ کړی دی. دا هغه څه دي چې په متحدو ايالتونو کې له چين سره د ښکېلتيا ژوره دوه مخي ښيي.

له يوې خوا، د ټرمپ اداره د متحدو ايالتونو د پخوانيو حکومتونو په څېر د امنيتي ننګونو او سيالۍ د هڅونې په پلمو د نورو د کابو کولو سياستونه پر مخ بيايي. په داسې حال کې چې د چين – متحدو ايالتونو په سوداګريزو اړيکو کې مصلحت پالنې او ثبات ته خورا جدي اړتيا ده، لکه څرنګه چې یې امريکايي شرکتونه او د متحدو ايالتونو په حکومت کې ځينې انشعابي کړۍ هم په محتاطانه ډول په خپلو بيانونو کې وايي، خو شته تضاد د متحدو ايالتونو ستراتيژيکه معضله را برسېره کوي: دا چې د چين نفوذ په داسې ډول محدود کړای شي چې د دوی ځاني اقتصادي زيان په تر ټولو ټيټه کچه کې وي.

انکار نه منونکی حقيقت دا دی چې سوداګريزې جګړې د ځان د سبوتاژ کولو رويې دي. د واشنګټن له ټولو دريځونو سره سره، حقيقت دا دی چې د چين لوی مصرفي بازار د متحدو ايالتونو د کاروباريانو لپاره اړين دی، کټ مټ هغسې لکه څرنګه چې د چين اقتصاد د متحدو ايالتونو ټکنالوژيکي نوښتونو او مديريتي تخصص ته اړتيا لري.

په چين کې د متحدو ايالتونو د سوداګرۍ خونې په يوه وروستۍ سروې کې معلومه کړې چې ۵۳ سلنه امريکايي کمپنۍ په ۲۰۲۵م کال کې د خپلو پانګونو د پراخولو پلان لري. دا له جيوپوليټيکي لړزو سره سره د چين د بازار جذابيت څرګندوي. واشنګټن د ملي امنيت او سوداګرۍ د مسايلو په يو ځای کولو سره خپلې ګټې ګواښي. له سوداګرۍ د صفرونو د جمعې حاصل لوبې جوړول د چين – متحدو ايالتونو هغه اقتصادي اړيکې له پامه غورځوي چې له لسيزو راهيسې پر متقابلې وابستګۍ تعريفيږي. هره هغه هڅه چې په جبر سره د دغه وابستګۍ د له منځه وړلو لپاره کيږي، نړيوال اکمالاتي سيسټم او نړيوال اقتصادي ثبات زيانمنوي. يو مصلحت پال او همکاريز ليدلوری د دواړو ملتونو د پرمختګ تر ټولو غوره مسير دی.

په متحدو ايالتونو کې د ځينو سياستوالو نظر دا دی چې له لګښت پرته به له بيجينګ څخه اعظمي امتياز ترلاسه کړي. دا نظر له واقعيته خورا لرې دی. له چين سره د پايدارې ښکېلتيا لپاره بايد واشنګټن دغه نظر بدل کړي او بايد متقابل درناوي او ګډو اقتصادي ګټو ته پام وکړي.

تر سوداګرۍ ور اخوا، د رغنده همکاريو لپاره نورې زمينې هم شته. که ټکنالوژيکي پرمختګونه دي، که کلتوري تبادلې دي که نظامي ډيالوګونه يا د نړيوالو جرايمو مخنيوی دی، دواړه هېوادونه پکې په ګډ کار سره نه يوازې ځانونو ته بلکې نړيوالې ټولنې ته منفعت رسولی شي. د مصنوعي ځيرکتيا، کوانټم محاسباتو او د اقليمي بدلون د اغېزو د کمولو په څېر برخو کې د همکاريو او ګډ کار لپاره فرصتونه موجود دي. پر دې سربېره، چين او متحد ايالتونه په ګډه په نړيوال سويل کې له مخ پر ودې اقتصادونو سره مرسته کولی او د دوی د ودې باالقوه وړتيا لوړولی شي.

په نړيواله کچه، د چين – متحدو ايالتونو په اړيکو کې ټوليز ثبات اړين دی. نړيوالې ټولنې دا روښانه کړې چې همکارۍ تر تقابل غوره رويه ده. ان د متحدو ايالتونو په نږدې متحدينو کې هم د چين او متحدو ايالتونو تر منځ د يوه د اجباري انتخاب پلويان نشته. د بېلګې په ډول، اروپايي مشرانو د متحدو ايالتونو د ملاتړپالو سوداګريزو سياستونو پر ضد غږ پورته کړی او هغه یې د نړيوالې سوداګرۍ پر زيان بللي دي.

چين بيا له خپل لوري تل له متحدو ايالتونو سره د باثباته او رغنده همکارۍ ژمنتيا ثابته کړې او ويلي یې دي چې د متقابل درناوي، سولې او متقابلو ګټو په چوکاټ کې د همکاريو د دوام په لټه کې دي. که څه هم چې ثبات په يو اړخيزو هڅو نه شي ټينګدای. واشنګټن بايد ستراتيژيک انتخاب وکړي، بيجينګ ته تر نيمې لارې ور مخکې شي او د ايډيولوژيکي تقابل پر ځای عملي اقتصادي همکاريو ته لومړيتوب ورکړي.

هغه اقتصادي حقايق چې متحد ايالتونه ورسره مخ دي، وړانديز کوي چې ملاتړپالي سياستونه او سوداګريز خنډونه پايدار نه دي. د متحدو ايالتونو د تعرفو لوړولو تګلاره به بالاخره د دوی پر خپل اقتصاد اضافي ماليه وګرځي او پر امريکايي کاروباريانو او مصرفوونکو به د توکو لګښتونه لوړ کړي. اروپايي کمېسيون هم  د متحدو ايالتونو له لوري د تعرفو پر لوړولو نيوکه کړې او ويلي یې دي چې دا کار به په نړيوال سوداګريز سيسټم کې ويش او انشعاب لا پسې پراخ کړي.

په پای کې متحد ايالتونه له دې پوښتنې سره مخ دي چې ایا د تقابل پر مسير مخکې ځي او که مصلحت ته غاړه ږدي او د متقابلو ګټو ليدلوری خپلوي. وروستی انتخاب د صفرونو د جمعې حاصل لوبې پرېښودلو او د ثبات د بنسټ د ډبرې په توګه د اقتصادي وابستګۍ منلو ته اړتيا لري. د مخکې تګ لاره روښانه ده. يوازې پايدار ډيالوګ، مصلحت پالو سیاستونو او ګډې هوساينې ته په ژمنتيا سره چين او متحد ايالتونه پرمختګ کولی شي.

Previous Post

د افغانستان او اذربایجان تر منځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

Next Post

بېجینګ: واشنګټن دې د بازار او اقتصاد اصولو ته درناوی وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

بېجینګ: واشنګټن دې د بازار او اقتصاد اصولو ته درناوی وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د تاجکستان غونډه؛ د افغانستان ثبات د ټولو په ګټه دی

د تاجکستان غونډه؛ د افغانستان ثبات د ټولو په ګټه دی

مې 28, 2022
فرانسه کې؛د امنیتي تدابیرو په پلمه پر مسلمانانو فشارونه زیات شوي

فرانسه کې؛
د امنیتي تدابیرو په پلمه پر مسلمانانو فشارونه زیات شوي

اکتوبر 19, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved