د المان لومړي وزیر فرېدریښ مېرڅ د ایران او اسراییلو ترمنځ د اوربند په اړه د ټرمپ له غوښتنې هرکلی کړی. نوموړي له ایران او اسراییلو غوښتي، چې له اوربند دې سرغړونه نه کوي. تر دې وړاندې د اسراییلو لومړي وزیر ویلي، چې د اوربند هوکړه یې منلې؛ خو که ترې سرغړونه وشي، دوی به یې په پوره ځواک ځواب ورکړي.











