چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امريکا بايد د تايوان په اړه له چین سره د شویو ژمنو درناوی وکړي

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 29, 2022
in نړیوال خبرونه
0
امريکا بايد د تايوان په اړه له چین سره د شویو ژمنو درناوی وکړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت ریيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۴مه نېټه په بالي ټاپو کې د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره کتنه درلوده او بايډن د کتنې په وخت کې ويلي و، چې د امريکا حکومت د يو چين پېژندلو پر تګلارې ټينګار کوي او د تايوان مسئلې له لارې د چين د پرمختګ مخه به ونه نيسي. د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دسمبر په ۲۳مه نېټه په بلنې سره د امريکا له بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن سره ټليفونې خبرې وکړې. دواړو خواو د تايوان مسئلې په هکله د نظريو تبادله وکړه او بلېنکن په دې ترڅ کې وويل، چې امريکا د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي او د تايوان د خپلواکۍ څخه ملاتړ نه کوي.

د امريکا د حکومت مشر او د بهرنيو چارو وزارت لومړی مشر په وار وار سره د چين د تايوان مسئلې په هکله خپلې رويې څرګندې کړې او دواړو د يو چين پېژندنې تګلاره تایيد کړې ده. خو ایا د دوی خبرې د يو زبر ځواک هېواد د مشرانو د ژمنې په توګه بلل کېدای شي؟ ځواب يې دقیقاً «نه» دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

 د دسمبر په ۲۴مه نېټه په امريکا کې د ۲۰۲۳م مالي کال د ملي دفاع د صلاحيت قانون صادر شوی او په دغه ذاتي قانون کې يو ځل بيا په پرانيستي ډول د چين د تايوان اړوند چارو کې مداخله  څرګنده شوې ده او حتی د تايوان سيمې ته د نظامي پانګونې او وسلو پلورلو محتويات پکې شامل شوي دي. امريکا د واقعي فعاليتونو له لارې دا څرګندوي، چې زموږ پر خبرو باور مه کوئ، ځکه چې موږ تل په خوله يو ډول خبرې وايو، خو په حقيقت کې بل څه کوو.

د امريکا سياسي مشرانو په رسمي ډيپلوماتيک ډګر کې رياکارانه ژمنه وکړه، خو د اصولو او اخلاقو مراعات نه کوي. امريکا د تايوان بېلتونپالو ته ناسمې نښې خپرې کړې او په دې سره د تايوان تنګي مسئله کړکېچنه کوي. دوی تايوان سيمې ته د وسلو پلورلو له لارې د جګړې لمسون کوي. په حقیقت کې امريکا تايوان سيمې ته څه ورکوي؟

د تايوان سيمې په هکله د امريکا د يو لړ کړنو له مخې دا ليدلی شو، چې د امريکا په سترګو کې تايوان سيمه يوازې شرط، وسيله او حتی د پيسو اخيستلو ماشين دی.

د امريکا د ۲۰۲۳م مالي کال د ملي دفاع لپاره د پيسو ورکولو په قانون کې تايوان سيمې ته د بې شرطه وسلې مرستې مادې نه دي تصويب شوې. د امريکا د مشرانو جرګې د پيسو ورکولو ډلې مرستيال په زغرده وويل، چې تايوان سيمې ته د کرېډېټ ورکولو له لارې د وسلو ورکول د مستقيمې مرستې په پرتله معقول غوراوی دی، ځکه چې تايوان يوه شتمنه سيمه ده. د تايوان سيمې حکومت به په اړمن ډول د امريکا وسلې ومني، خو بايد په راتلونکي هر کال کې امريکا ته د کرېډېټ په توګه ۲ ميليارډ ډالره ورکړي. هغه خبره ، چې تايوان يوه شتمنه سيمه ده، د امريکا په سترګو کې د تايوان رول ښکاره شوی دی. څو له تايوان سيمې څخه لا زياتې اقتصادي ګټې تر لاسه کړي او په همدې وخت کې د چين حکومت ته شخړې جوړې کړي، دا د امريکا رښتينی فکر او موخه ده.

نو امريکا د تايوان پر بېلتونپالو د دوکه کولو لوبه ترسره کړه، چې د تايوان د سيميکونډوکتور (Semiconductor) صنعت شرکت اړوند ټکنالوژۍ او مستعد کسان امريکا ته انتقال شوي او امريکا په دې چارو کې پيسې او ټکنالوژۍ تر لاسه کړې او د چين د چيپ (chip) جوړولو پر چارو د فشار اچولو په شمول څو هدفونه يې عملي کړي. بايډن حتی په دې هکله اعلان وکړ، چې «د امريکا صنعتي چارې بيا فعالې شوې دي» دغه غصبولو کړنې په مستقيمه توګه د ده له خولې ويل شوې دي.

بلخوا امريکا د جګړې لېوالتيا لري، څرنګه چې د وسلو پلورل امريکا ته سترې ګټې رسولی شي، نو د دغه هېواد سياستوال د نظامي ګټو لپاره هر وخت فکر کوي، چې په کوم ځای کې د جګړې له لارې شتمني رامنځته کولی شي. دوی خپلې سترګې تايوان سيمې ته نیولې دي او د دغې سيمې د ساتلو په نامه ورته وسلې پلوري. بايډن يو ځل ويلي و، چې امريکا به د افغانستان د خلکو د ساتلو په شان د تايوان سيمې د خلکو ساتنه وکړي. ښايي چې د افغانستان خلک او د تايوان سيمې خلک د ده د دغې خبرې په هکله ډېرې پوښتنې ولري.

د امريکا سياستوال تل د تايوان سيمې د مسئلې په هکله له يوې خوا وايي، چې دوی د يو چين پېژندلو پر تګلارې ټينګار کوي، له بلې خوا يې په پر له پسې ډول د تايوان سيمې له حکومتي ادارې سره” ډيپلوماتيک تماسونه“ ساتلي، د چين د سترې برخې د ګواښونو لرلو د نظريې په پورته کولو سره تايوان سيمې ته وسلې پلوري. د دوی کړنې د يو چين پېژندنې تګلارې ډېرې ګواښي او اخلاق او اعتبار يې له لاسه ورکړی دی. په ډيپلوماتيکو تګلارو کې اتفاق نه دی بلکې تزوير کارول شوی دی. امريکا بايد د تايوان مسئله کې له چین سره د شویو ژمنو مراعات وکړي، کله چې د دغه هېواد سياسي مشران د تايوان د خپلواکۍ پلویتوب نه کولو دريځ څرګندوي، نو په حقيقت کې دې تايوان سيمې ته وسلې نه ورکوي.

په حقیقت کې امریکا باید د چین په اړه ټولو ژمنو ته درناوی وکړي او د کړکېچ زېږولو هڅه دې نه کوي.

Previous Post

یوه روسي میلیونر د هند په یوه هوټل کې ځان وژنه کړې ده

Next Post

بېجینګ: لوېديځې رسنۍ د چين د کرونا وبا ضد تګلارې تحريفوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

بېجینګ: لوېديځې رسنۍ د چين د کرونا وبا ضد تګلارې تحريفوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هلمند کې جګړه؛ بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

هلمند کې جګړه؛ بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 5, 2021
شي جين پينګ د ایپيک د مشرانو د ۳۲مې غير رسمي غونډې په دوهم پړاو کې ګډون وکړ

شي جين پينګ د ایپيک د مشرانو د ۳۲مې غير رسمي غونډې په دوهم پړاو کې ګډون وکړ

نوومبر 1, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ