چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امريکا بايد د چين د اساسي ګټو درناوی وکړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 10, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا پوهنتون (AU) د نړيوالو اړيکو د پوهنځي پروفيسور جاو چوان شنګ په دې وروستيو کې خبري رسنيو ته ويلي، چې امريکا او چين بايد د دواړو هېوادونو تر منځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د تاسيس ۴۵مې کليزې ته د يو فرصت په توګه وګوري او په سانفرانسيسکو کې د دواړو هېوادونو د رهبرانو لخوا تر لاسه شوې ګډې نظريې دې تطبيق کړي. امريکا بايد د چين د اساسي ګټو درناوی وکړي او د تايوان مسئلې په اړه په خپلو خبرو او کړنو کې محتاط واوسي.

ښاغلي جاو چوان شنګ وويل، چې د امريکا او چين تر منځ د رسمي اړيکو د جوړېدو ۴۵مه کليزه د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي لپاره يو ښه فرصت دی او دواړه خواوې د دغو اړيکو د ټينګېدو له بهير څخه څارنه او د دوی د پام وړ ګډې ستراتيژيکې ګټې پېژندلی شي. د امريکا او چين تر منځ په اړيکو کې د ګڼ شمېر مسئلو حل اوږدمهاله بهير ته اړتيا لري او د دواړو هېوادونو حکومتونه او ملکي ارګانونه دې په دې چارو کې ګډې هلې ځلې وکړي. د دواړو خواوو د پوهانو په استازيتوب ملکي ارګانونه کولی شي خپلمنځي تګ راتګ زيات کړي او په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ او همکارۍ لپاره مهم رول لوبولی شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

ښاغلي جاو چوان شنګ هيله لري، چې چين او امريکا به د اقليمي بدلون، اقتصاد او تجارت، د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله بحث وکړي او په هره مشخصه ساحه کې دې د دواړو هېوادونو د رهبرانو ګډې نظريې عملي کړي. په همدې وخت کې دواړه خواوې د روسیې او اوکراين، د فلسطين او اسرائيل د شخړو او د کوريايي ټاپووزمې د ذروي مسئلې په شمول د نړيوالو تودو مسایلو په هکله پراخ بحثونه کولی شي. هغه پر دې ټينګار کړی، چې دغه بحثونه بايد پر دې بنسټ تر سره شي، چې امريکا د چين د اساسي ګټو درناوی کوي.

نوموړي په اشارې سره ويلي، چې امريکا او چين بايد په نوي کال کې د بحرانونو د مخنيوي او مديريت کارونه پياوړي کړي. په دې جمله کې د تايوان مسئلې په شمول د ځينو حساسو ټکو کنټرولول او د دواړو خواوو تر منځ د نظامي شخړې مخنيوی د پاملرنې وړ دي. امريکا بايد له چين سره د اړيکو د ثابت ساتلو په موخه د تايوان چارو په هکله دقت وساتي او په خبرو او کړنو کې محتاط واوسي او په ښکاره توګه د تايوان د خپلواکۍ مخه ونيسي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په سانفرانسيسکو کې د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره د کتنې په وخت کې د تايوان چارو په هکله د چين اصول او موقف ورته بيان کړي او دې ته يې ګوته نیولې، چې د تايوان مسئله تل د چين او امريکا تر منځ په اړيکو کې تر ټولو مهمه او حساسه برخه ده. چين په بالي ټاپو کې د دواړو هېوادونو د رهبرانو تر منځ په کتنه کې اړوندې فعالې څرګندونې ته په درنه سترګه ګوري. امريکا بايد د تايوان له خپلواکۍ څخه د ملاتړ نه کولو نظريې په کړنو کې تطبيق ته ترجع ورکړي، د تايوان وسله وال کول دې بند کړي، د چين د سوله یيز يووالي پلویتوب وکړي. دا لازم او اړين دي، چې چين به په اخر کې د هېواد يووالی رامنځته کړي. هغه زياته کړه، چې دغه څرګندونې کليدي اهميت لري، چې د هېواد د يووالي رامنځته کېدو لپاره د چين اوسنی ټينګ هوډ څرګندوی دی. امريکا بايد له چیني چارواکو سره خپل ژمنه شوی دریځ د تايوان چارواکو ته څرګند کړي او د تايوان د خپلواکۍ په ناسم لوري خپلې نظريې کنټرول کړي.

که تايوان د بېلتونپالنې په لټه کې وي، د تايوان تنګي جګړې به رامنځته شي. امريکا بايد د جګړې او سولې تر منځ په انتخاب کې په دې وپوهېږي، چې که په تايوان تنګي کې شخړه پېښه شي او امريکا په کې لاسوهنه وکړي، ستر ناورينونه به رامنځته شي او هېڅ لوری دا نه غواړي.

ښاغلي جاو چوان شنګ وويل، چې امريکا بايد له چين سره په همدې لوري روان وي او د دوو اتومي وسلو لرونکو لويو هېوادونو تر منځ د نظامي جنجال مخه ونيسي.

ښاغلي جاو چوان شنګ دې ته اشاره کړې، چې د امريکا حکومت بايد په خپلو مشخصو فعاليتونو کې تايوان ته د وسلو پلورلو او نظامي پرسونلو د لېږلو په چارو کې محتاط واوسي، د چين او امريکا په دريو ګډو اعلاميو کې خپلې ژمنې پوره کړي، څو د تايون تنګي حالات نور هم ترینګلي نه شي.

د تايوان سيمې د مشر ټاکنې به د جنورۍ په ۱۳مه نېټه تر سره شي. ښاغلي جاو چوان شنګ دې ته پام اړولی، چې د امريکا په دننه کې د دغو ټاکنو په اړه د نظريو څرګند توپيرونه شته. هغه په دې نظر دی، چې امريکا بايد د تايوان چارو ته ناسم دریځ څرګند نه کړي او تر ټولو مهم بايد د امريکا او چين تر منځ د اړيکو د عمومي حالاتو ثابتوالي ته په کتو د تايوان بېلتونپالنې مخه ونيسي.

د امريکا د «ډيپلوماسي» په مجله کې د ۲۰۲۴کال په لومړۍ ګڼه کې د چيني مسئلې په هکله د امريکې د څو کارپوهانو يوه ګډه ليکنه خپره شوې ده. په دغه ليکنه کې دې ته اشاره شوې، چې امريکا بايد چين ته د تايوان بېلتونپالنې پر وړاندې خپل اعتماد وړ دريځ روښانه کړي، مثلاً د تايوان سيمې اړوند سياستوال له چين څخه د تايوان د جلا کېدو لپاره هڅه کوي، امريکا بايد ورته پاملرنه وښيي او له ډيپلوماتيکې لارې د مسئلې حل ولټوي. په دغه ليکنه کې زياته شوې، دا چې د امريکا د فدرالي حکومت مهمو مشرانو يانې ولسمشر، د ولسمشر مرستيالانو، خارجه وزير او د دفاع وزير، دغه راز د امريکا د فدرالي حکومت تقنيني ارګانونو مهمو مشرانو يانې د امريکا د استازيو او سنا مجلسونو مشرانو ته دې اجازه نه ورکړی شي، چې له تايون څخه ليدنه وکړي. دا بايد د يوې رسمي تګلارې په توګه تر سره شي.

Previous Post

بغلان کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت استنادي دیوالونه جوړ شوي

Next Post

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين د خوراکي امنيت د ساتنې لپاره د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا غوښتنه کوي

مې 12, 2023
تېر ۲۴ ساعته؛ هېواد کې پر کرونا اخته ۲۸ تنه مړه شوي

تېر ۲۴ ساعته؛ هېواد کې پر کرونا اخته ۲۸ تنه مړه شوي

اگست 8, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved