چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امريکا به کله خپلې ژمنې پوره کړي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 15, 2022
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د يادې کميټې د بهرنيو چارو دفتر مشر يانګ جې چي د جون په ۱۳مه نېټه په لوګزامبورګ کې د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جاک سليوان سره ليدلي او دغې ليدنې يې څلور ساعته دوام کړی دی.

دواړو خواوو په دغې لېدنې کې صادقانه، ژورې او رغنده خبرې کړي او موافقه يې کړې، چې د اصلي کرښې په توګه به د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې عملي کوي، پياوړې اړيکې او ډيالوګ به روان ساتي او غلط فهمي به لرې او توپیرونه به اداره کړي.

دا په دوو کلونو کې د چين او امريکا د لوړ پوړو چارواکو تر منځ څلورمه مخامخ کتنه وه.

د چين او امريکې لوړپوړو چارواکو له دې مخکې په انکورج، زوريچ او روم کې هم لېدنې کړې وې، خو اوسنۍ غونډې يې نړۍ ته څرګند پيغام ورکړی، چې چين او امريکا د اړيکو ساتلو ته لېواله دي، په تېره بيا چين د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د موافقې د عملي کولو لپاره مسؤلانه چلند کړی او د دواړو هېوادونو تر منځ د پېچلو اړيکو په سمبالولو کې يې مداومه مرسته کړې ده.

د چين او امريکا اوسنۍ اړيکې په يوه حساس پړاو کې دي.

د چين او امريکې ترمنځ اړيکې په څلور لارې کې ولاړې دي. پرېکړه کوونکيبايد نه يوازې د دوه اړخيزو اړيکو پرمختيايي  لوری وټاکي بلکې پر دغه لوري دې واقعي  ګامونه پورته کړي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ نړۍ ته د متقابل احترام، په سوله کې د ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ درې اصول وړاندې کړي، خو د امريکا ولسمشر جو بایډن په مکرر ډول ژمنې کړي کوم چې هغه د يوې نوې سړې جګړې په لټه کې نه دی، د چين د نظام بدلون نه غواړي، د اتحادي اړيکو ټينګول يې د چين د مخالفت په مانا نه دی، د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي او نه هم له چین سره د شخړې اراده لري.

ستونزه دا ده، چې د چين او امريکا د مشرانو تر منځ مهې موافقې تر اوسه نه دي عملي شوي او حتی د امريکايي چارواکو کړنې د بايډن له څرګندونو سره په ټکر کې دي، خو چين بیا د يادې موافقې د عملي کولو لپاره صادقانه او نيک نيت ښودلی دی.

ښکاره خبره ده، چې د چين او امريکا د اړيکو پرمختګ د چين يواړخيز مکلفيت نه دی او نه هم يو غير متناسب موډل دی، چې امريکا به ستونزې رامنځته کوي او چين به يې مسؤل بلل کيږي.

اوسمهال د چين او امريکا د اړيکو پر وړاندې لوی خنډ دا دی، چې واشنګټن له استبدادي فکر او زبرځواک سره عادت شوی او په خپله اراده او خوښه د چين او امريکا تر منځ اړيکې له اصلي مدار لرې کوي.

نړۍ هم حالات څاري.

 چيني خوا له جاک سليوان سره په يادې لېدنې کې د شينجيانګ، هانګ کانګ، شي ځانګ، د چين جنوبي  سمندرګۍ، بشري حقونو، مذهبي چارو او نورو مسايلو په اړه امريکا ته خپل کلک دريځ څرګند کړی او په تېره بيا د تايوان مسئلې په اړه يې ټينګ دريځ نيولی دی.

چين د شانګريلا- ډیالوګ په غونډه کې هم داسې دريځ څرګند کړی: ” که څوک د تایوان د خپلواکۍ جرأت وکړي، نو موږ به يې پر وړاندې په هره بيه جګړه وکړو. “

د امريکا پخواني خارجه وزير ډاکټرهنري کيسنجر، چې اوس يې د خپل عمر ۹۹مه کليزه لمانځلې، څو ورځې وړاندې له “تاميس ټايمز” سره په مرکه کې ويلي، چې د چين د لوېديځ کېدو تګلاره د امکان وړ نه ده او چين او امريکا د دوو زبرځواکونو په توګه د “ناورین ټکر” د مخنيوي مسئوليت لري. د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو لپاره د دواړو هېوادونو د مشرانو د موافقې عملي کول تر ټولو مهم کار دی او چين د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو د تعريف سيالۍ سره مخالفت کوي.

تاریخي تجربې او اوسني واقعیتونه ښیي، که امریکا د چین په څېر ښه نیت ولري، د چین د مشرانو لخوا وړاندې شوي درې اصول تعقیب کړي او په عملي توګه د چین او امریکا اړیکې د سالم پرمختګ په لوري وخوځوي، نو دا به نه یوازې د چين او امريکا د اړيکو د ښه والي، بلکې د امريکا پر وړاندې د ستونزو په حل کې هم پوره مرسته وکړي.

 هغه څه چې خلک یې په اړه اندیښمن دي دا دي: امريکا به کله له چین سره کړې ژمنه پوره کړي؟

 (ژباړه: شکريه)

Previous Post

بایډن نن له عرب چارواکو سره ګوري

Next Post

چين د بشري حقونو په برخه کې د څواړخيزم د ساتلو غوښتنه وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چين د بشري حقونو په برخه کې د څواړخيزم د ساتلو غوښتنه وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان کې کانګو ناروغۍ ۹ تنه مړه کړي او ۵۴ نور پرې اخته شوي

افغانستان کې کانګو ناروغۍ ۹ تنه مړه کړي او ۵۴ نور پرې اخته شوي

جولای 14, 2023
روان کال په هېواد کې د ۱۷۹ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوي

روان کال په هېواد کې د ۱۷۹ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوي

نوومبر 22, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ