چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امريکا په افغانستان کې يوازې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړی

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ د پښټو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 21, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
امريکا په افغانستان کې يوازې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړی

rpt

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د امريکا ولسمشر جو بايډن د اپريل پر ۱۴مه نېټه اعلان وکړ، چې په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه به د مۍ له لومړۍ نيټې څخه په وتلو پيل وکړي او د دغه هېواد او د ناټو ځواکونه به د سپتمبر له ۱۱مې نيټې نه مخکې په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي. د بايډن له دغه اعلان وروسته امريکايي ځواکونه په ډېرې چټکۍ له افغانستانه په وتلو شول او د تګ ډېر ګړندي ګامونه یې پورته کړل. امريکايي چارواکي وايي، چې په تاريخ کې د دغه هېواد تر ټولو اوږد جنګ يې پای ته ورساوه، خو نننی افغانستان د دوی په وینا يو ديموکراتيک او ازاد هېواد نه دی.

د افغانستان د مسئلې د څيړنې لپاره د چين کارپوه جو ژونګ څه موده مخکې د چين د ميډيا ګروپ د اسيايي او افريقايي چارو مرکز د پښتو څانګې له خبريالې سره په مرکې کې وويل، چې امريکا په افغانستان کې د جنګ په ټول بهير کې يوازې خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکړی او د افغانستان رښتينې سولې او د خلکو ژوند ته يې هيڅ پاملرنه نه ده کړې.

هغه په خپلو خبرو کې افغانستان ته د امريکايي ځواکونو د ننوتلو په اړه خپلې نظريې څرګندې کړې او ويې ويل، چې امريکا له ۲۰۰۱ کال څخه په افغانستان کې جنګ پيل کړی، چې هدف يې د اساما بن لادن په شمول د القاعدې ډلې د ځينو غړو نيول او له ترهګريزو ډلو سره د طالبانو اړیکې پرې کول و. امريکا د ملګرو ملتونو له اجازې پرته دغه جنګ پيل کړ. نوموړی وايي، چې امريکا د دغه جنګ د پيل په وخت کې د نړۍ د نورو هېوادونو نظریې او پېژندنې له ځان سره نه درلودې او د افغانانو لپاره يې هيڅ خدمتونه نه دي کړي او د دغه هېواد د بيا رغونې او ثبات د رامنځته کولو لپاره يې خپلې دندې نه دي ترسره کړي. دوی يوازې په دې فکر کې دي، چې افغانستان امريکا ته څه زيانونه او يا څه ګټې رسولای شي؟

امريکايي ځواکونه شل کاله کيږي، چې په افغانستان کې ميشت وه او د عسکرو شمېر یې  ۱۴۰ زره ښودل شوی دی، خو د وخت په تېرېدو سره امريکا په افغانستان کې د جنګ د ستړيا احساس وکړ او له افغانستان څخه يې د خپلو پوځونو د ايستلو نظريه ټينګه کړه. په افغانستان کې سوله او ثبات نه دی رامنځته شوی، خو امريکا ډېر ژر له دغه هيواده خپل ځواکونه واېستل.

ښاغلی جو په دې اند دی، چې امريکا له افغانستان څخه په نامسئولانه توګه خپل پوځونه وايستل او هم امريکا دا اټکل کوي، چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به طالبان ډېري سيمې ونیسي او د افغان حکومت لپاره به یو لوی سرخوږی جوړ کړي او بیا به یې ماتول ګران وي.امريکا طالبان نه مني او بل دا هم نه غواړي، چې د افغانستان د حکومت ساتنه وکړي. امريکا خپلې ګټې په نظر کې نيسي او له افغانستان څخه خپل پوځونه باسي.د امريکا ولسمشر جو بايډن غواړي، چې د خپل ماموريت په موده کې دغه اوږد جنګ پای ته ورسوي. که چيرې ترهګريزې ډلې د امريکا لپاره خطرونه جوړ نه کړي، نور ورته دومره مهمه نه ده.د پاملرنې وړ خبره دا ده، چې امريکا د ترهګريزو ډلو له لېست څخه د ختيځ ترکستان او د ختيځ اسلامي غورځنګ نومونه ليرې کړي دي. که دغه ډلې په افغانستان کې بيا فعالې شي، د چين شينجيانګ او حتی ټولې منځنۍ اسيا ته امنيتي ګواښونه رسولی شي. امريکا په افغانستان کې ترهګريزې ډلې له منځه يو نه وړې او برعکس یې له دغه هيواده خپلې پښې سپکې کړې، خو دا وېره شته، چې ترهګريزې ډلې به نورو هېوادونو ته هم خطرونه ورسوي.

په افغانستان کې سياسي چارې کمزوري روانې دي او امنيتي حالات هم ورځ تر بلې له خطر سره مخ کيږي. امريکا په افغانستان کې بيارغونه بشپړه نه کړه او له دغه هېواد څخه يې پښې سپکې کړې او خپل ځواکونه يې وباسل، چې دا د بېلا بېلو خواوو له ګټو سره ټکر لري. له افغانستان څخه د امريکايي ځواګونو له وتلو سره هم مهاله د دغه هېواد حالات لا سخت او ترينګلي شوي دي. يوناما د روان کال په اپريل کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه يو راپور خپور کړ، چې له مخې يې د روان کال په لومړیو درېيو مياشتو کې په دغه هيواد کې ۵۷۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۱۰ تنه ټپيان شوي دي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹سلنه زياتوالی ښه يي. نيويارک ټايمز خبر ورکړی، چې په تېرې مۍ مياشت کې په افغانستان کې د مرګژوبلې شمېر د ۲۰۱۹ کال له جولای څخه راپدې خوا ډېر زيات و.

کارپوه جو ژونګ وايي، چې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، خو خپلې کړې ژمنې يې شا ته وغورځولې.امريکايي ځواکونه په افغانستان کې ميشت وو او پر وخت یې افغان د ځواکونو سره مرسته نشوه کولای، خو اوس وايي، چې له ليري څخه به د افغانستان امنيت وساتي، چې دا په حقيقت کې ډېر مشکل کار دی. امريکا تېر کال له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړ، خو له اوسنيو حالاتو څخه څرګنديږي، چې دغه تړون به افغانان ريښتنې سولې ته ونه رسوي.

کارپوه جو ژونګ په دې اند دی، چې امريکا له طالبانو سره تړون لاسليک کړی، چې له مخې يې اوس له افغانستانه خپل ځواکونه باسي، نو د افغان حکومت غوښتنو ته به زياته پاملرنه ونه شي کولای. د افغانستان حکومت د امريکا ستراتيژيک ملګری دی او امريکا د دغه حکومت د ساتلو دنده لري، خو اوس يې له خپلې دغې دندې څخه لاس اخيستی دی.

امريکايي ځواکونه د ترهګرۍ د له منځه وړلو په پلمه افغانستان ته ولاړل، خو د دوی په شتون کې له ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې په دغه هېواد کې د ترهګريزو ډلو شمېر څه دپاسه شلو ته پورته شوی دی.د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې نتيجه د ترهګرۍ سختوالی دی، چې د امريکا د ترهګرۍ ضد له خپلو ټاکونکو تګلارو سره ټينګې اړيکې لري.  کارپوه جو ژونګ وايي، چې امريکا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد تګلارو کې خپل هدف لري او ښايي په راتلونکې کې د افغانستان شاو خوا هېوادونه هم اغېزمن کړي.

ښاغلي جو ژونګ هيله مندي وښوده، چې څوک د افغانستان د حالاتو په هکله بدبيني ونه کړي. په دغه هيواد کې عمده مسئلې د سياستوالو ترمنځ د يووالي نه شتون او فساد دی، که اړوندې خواوې د خپلمنځي توپيرونو د له منځه وړلو لپاره صميميت وښيي، نو دغه مسئلې په اسانۍ حل کېدای شي. هيله ده، چې افغانان پر خپل راتلونکي باور ولري او رښتينې سولې ته ورسيږي.

Previous Post

ولسمشر غني: طالبانو ټولو ته ثابته کړه چې د سولې نیت او اراده نه لري

Next Post

ایکنومیسټ: د بهرنیو لوبغاړو مداخله، افغان جګړه نوره هم اوږدوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ایکنومیسټ: د بهرنیو لوبغاړو مداخله، افغان جګړه نوره هم اوږدوي

ایکنومیسټ: د بهرنیو لوبغاړو مداخله، افغان جګړه نوره هم اوږدوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تېرو ۹ میاشتو کې ۷۰۰ بهرنیو سیلانیانو بلخ ولایت ته سفر کړی

تېرو ۹ میاشتو کې ۷۰۰ بهرنیو سیلانیانو بلخ ولایت ته سفر کړی

جنوري 9, 2024
افغانستان کې د ځمکني ترانسپورت بیا کتنه او په نړیوالو سټنډرډونو د برابرولو اړتیا

د ژمنو خلاف؛ سړو خونو کې پانګونې او عملي اقداماتو ته اړتیا ده

اکتوبر 15, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved