چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

امریکا، طالبان او جګړه د افغانانو له نظره

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 16, 2020
in کتاب
0
امریکا، طالبان او جګړه د افغانانو له نظره
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دا کتاب د هغو کټه ګوریو په اړه دی، چې خلکو رامنځ ته کړې او باور پرې لري. دومره قوي باور او عقیده چې ځینې وخت د کلمې واقعي مانا د ژوند او مرګ پر موضوع بدلېږي.

د کتاب لیکوال وايي، کله چې د سپټمبر د یوولسمې پېښه رامنځ ته شوه، زه په ښکتنې منهاټن کې وم او هغه ورځ ښکارېده چې نړۍ به خپل ځایونه په وحشیانه او ښو څرګندو کټه ګوریو وویشي. له یوه لوري دلته یوه ډله کسان وو، چې وحشت یې کاوه. دوی ته یې ترهګر ویل چې انګېزه یې نه درک کېده او موږ یوازې کولای شو هماغسې چې ولسمشر جورج ډبلیو بوش ویل، دوی شریران وبولو. له بل لوري، په هغې ښې کټه ګورۍ کې چې موږ وو، د ازادۍ له ښه ژوند او روښانه راتلونکي څخه زیات څه مو نه غوښتل.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

دا له ترهګرۍ سره د جګړې فرضیه او په ځانګړي ډول پر افغانستان د برید لپاره پرانیستې بهانه وه. نور تاسې یا له موږ سره یاست یا زموږ پر ضد یاست؛ هغه اصول چې د امریکا متحده ایالاتونو ته یې اجازه ورکړه چې د جګړې په لرې او یو نااشنا ډګر کې ځان ته له دښمنانو څخه ملګري انتخاب کړي. دې تګلارې د یو څو کلونو لپاره کار ورکړ او هېواد په سوله کې و؛ سړکونه پاخه وو، ښوونځي پرانیستي وو او د دې هېواد په تاریخ کې لومړی ځل خلکو په بشپړو ډیموکراټیکو ټاکنو کې برخه واخیسته.

ډېر وخت نه و تېر شوی چې هرڅه بیرته خراب شول. په ۲۰۰۸ ز کال کې چې زه د یو خبریال په توګه افغانستان ته لاړم، وضعیت له وړاندې له کنټروله وتلی و. د امریکایانو پر ضد وسله والو نفوذ پيدا کړی و او د هېواد ډېرې سیمې د جګړې پر ډګر اوښتې وې.

بمبارونو، ځانمرګو بریدونو او د سړک غاړې ماین چاودنې زرګونه کسان وژلي وو. د ۴۳ هیوادونو د عسکرو ماموریت دا و چې دې هېواد ته ثبات راوړي، ملي اردو، د پولیسو ځواک او عدلي سیسټم جوړ کړي. تر کلونو هڅو وروسته هم اردو کمزروې وه، پولیس لوټمار بلل کېدل او عدلي سیسټم نږدې هېڅ نه و. د امریکا پرېمانه پیسو او ځواکونو یوڅه ارامي رامنځ ته کړې وه، خو د پخوانیو کلونو راټوکېدلې هیلې مړاوې شوې وې.

څه پېښ شول؟ ما د خپلو پوښتنو لپاره د ځوابونو موندلو ته څلور کاله افغانستان ته سفرونه وکړل. د افغانستان ډېره برخه د بهرنیانو لپاره خوندي نه وه، زه مجبور وم چې ځان له وضعیت سره برابر کړم، ما ژبه زده کړه، ږیره مې پرېښوده او په سړک به لکه د عامو خلکو په څېر ګرځېدم. د ترانسپورت لپاره مې له عادي موټرو او موټرسایکلونو استفاده کوله. دې هرڅه زما له وړاندې ټاکل شوی لیدلوری او کټه ګوري رابدله کړه. کله چې ما دغه څه له یو افغان خبریال سره شریک کړل، هغه په ځواب کې راته وویل: «دلته په ژوندیو کې ښه او په مړو کې بد سړی نشته.»

دا کتاب په ټوله کې د افغان جګړې لپاره د امریکا د ټاکل شوې کټه ګورۍ؛ زموږ متحدین، زموږ دښمنان او بې طرفه خلک، تحلیل او ارزونه ده چې د راپورتاژ په ژانر کې په افغانستان کې د نیویارک ټایمز خبریال انند ګوپال لیکلی دی. په ژوندیو کې ښه سړی نشته کتاب د ژورنالېزم په برخه کې د امریکا معتبرې جایزې ‘پولیټزر’ ته هم کاندید و. دغه جایزه په نیویارک سيټي کې د کولمبیا پوهنتون لخوا هر کال چاپي خپرونو، ادبیاتو او د موسیقۍ په برخه کې غوره اثارو ته ورکول کېږي. په ژوندیو کې ښه سړی نشته، پښتو ژبې ته حزب الله اتل ژباړلی او بیت الحکمه خپرندویه ټولنې خپور کړی دی.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

سپما کول خپل مسوولیت وګڼئ!

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
د هند او پاکستان کشمکشونو د افغان سولې پر بهیر سیوری غوړولی

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ترکيه د هرات له زلزله ځپلو سره نوره مرسته کوي

ترکيه د هرات له زلزله ځپلو سره نوره مرسته کوي

نوومبر 8, 2023
بریتانیا او ویانا کې افغان سفارتونه وايي خپلو خدماتو ته دوام وکوي

بریتانیا او ویانا کې افغان سفارتونه وايي خپلو خدماتو ته دوام وکوي

اکتوبر 9, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved