د امریکا دیموکراتو سناتورانو په یوه لیک کې له سپینې ماڼۍ په کابل کې د وروستي هوايي برید او ملکي مرګ ژوبلې په اړه د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې دیموکراتو سناتورانو ویلي چې دغه ډول غیر مسوولانه بریدونه د امریکا پر وړاندې کرکه پاروي او ترهګرې ډلې پياوړې کولی شي. سناتورانو ټینګار کړی چې باید ددغه برید په اړه هر اړخیزه پلټنه وشي او تر څنګ یې دې د خونړیو وسلو د کارولو پر تګلاره هم بیا کتنه وشي. دوی وایي چې د بې پيلوټه الوتکو په کارونه کې تل ملکي مرګ ژوبله رامنځ ته شوې نو له همدې امله د امریکا حکومت ته په کار ده چې د بېګناه وګړو د خوندیتوب او دغه ډول وسلو د کارونې په اړه خپله پالیسي بدله کړي.











