چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امریکا باید د ټایوان تنګي د سولې او ټیکاو د زیانمنولو ټولې پايلې وزغمي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 3, 2022
in نړیوال خبرونه
0
امریکا باید د ټایوان تنګي د سولې او ټیکاو د زیانمنولو ټولې پايلې وزغمي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د امريکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پلوسي د چين د جدي مخالفت او سخت احتجاج له پامه غورځولو سره سره د روان ۲۰۲۲ کال د اګست په دوهمه نېټه له ټايوان څخه ناڅاپي ليدنه وکړه. دا د امريکا او ټايوان ترمنځ د رسمي تګ راتګ په بهیر کې يو ستر سياسي تحريک دی چې د يو چين پېژندنې اصل او د چين او امريکا له درېیو ګډو اعلاميو څخه ښکاره سرغړونه کوي. دا د چين او امريکا د اړيکو پر سياسي بنسټ ناوړه اغېزه کړې او د چين له ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه يې جدي سرغړونه کړې او پایلې یې ډېرې ناوړه دي. دا یو ځل بیا ښیي چې د امريکا هغه سیاستوال چې د ټایوان د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، د ټایوان تنګي او د نړۍ د سولې او ثبات لپاره تر ټولو لوی ویجاړوونکي دي.

 چين به د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې لپاره ټول تدبيرونه ونيسي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ټایوان مسئله د چین له ملي او اصلي ګټو سره تړاو لري. په ۱۹۴۳م کال کې د قاهرې اعلامیه او په ۱۹۴۵م کال کې د پوتسدام اعلامیه په ښکاره څرګنده کړه چې نړيواله ټولنه هېڅ ستونزه نلري چې چين د ټايوان ځمکنی حاکميت لري.
د چين او امريکا د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو په اړه درې ګډې اعلاميې په څرګنده توګه په ډاګه کوي چې امريکا اعتراف کوي چې په نړۍ کې یوازې واحد چین هویت او رسمیت لري. ټايوان د چين يوه برخه ده او د چين د ولسي جمهوريت حکومت د چین یوازینی قانوني حکومت دی. د نړۍ ١٨١ هېوادونو د يو چين پېژندنې د اصل پر بنسټ له چين سره ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې، له دې څخه څرګندېږي چې د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې ګډه نظریه ده.

د امريکا اوسنی حکومت له واک اخیستو راهیسې څو ځلې ژمنه کړې چې د یو چین پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او د ټایوان د “خپلواکۍ” ملاتړ نه کوي.
د امريکا کانګرس د دغه هېواد د دولت يوه برخه ده او بايد په جدي توګه د يو چين پېژندنې اصل ته درناوی وکړي. نانسي پلوسي د امريکا په دولت کې د درېيمې مشرې په توګه په دې اړه ډېره ښه پوهېږي.
خو هغه د سیاسي خودخواهۍ له امله راوتلې وه او په بشپړه توګه یې خپله واقعي دنده له پامه غورځولې ده چې دغه خطرناک چلند د چین او امریکا پر اړیکو، سیمه ‌ییز امنیت او په امریکا باندې ناوړه اغېزې کړې دي. دغه اقداماتو نړیوالې ټولنې ته دا روښانه کړه چې د ټایوان تنګي د تاوتریخوالي د زیاتوالي اصلي لامل دا دی چې د ټایوان چارواکو په مکرر ډول هڅه کړې چې د خپلواکۍ په لټه کې پر امريکا تکیه وکړي او په داسې حال کې د امريکا ځینې چارواکي د چین د کنټرول لپاره له ټایوان څخه ناوړه کار اخلي.

ځینو ټایوان ميشتو نیوکه وکړه چې نانسي پلوسي د ټایوان د ۲۳ ميلیونو خلکو د ژوند خوندیتوب د اور په توګه کاروي او د ټایوان په خاوره کې له اور سره لوبې کوي. په دې اړه په امريکا او نړیواله ټولنه هم انتقادونه او شکونه شته.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل چې د چین له ټایوان سیمې څخه د پلوسي ليدنه ډېره بې احتیاطه، خطرناکه او غیر مسؤلانه ده.
د سينګاپور لومړي وزير لي هسين لونګ د اګست په لومړۍ نېټه له پلوسي سره د کتنې په وخت کې وويل چې د چين او امريکا باثباته اړيکې د سيمه‌ ييزې سولې او امنيت لپاره ډېر اهمیت لري.

دا ځل د نانسي پلوسي سفر هغه تاريخي او حقوقي حقيقت نشي بدلولی چې ټايوان د چين یوه برخه ده او د چين د بشپړ بيا يووالي د تاريخي تمايل مخه نشي نيولای. د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره څه دپاسه يو اعشاريه څلور میلياردو چينايانو هوډ ټينګ دی. هر ځواک یا هر څوک چې غواړي د ټایوان په مسئله کې له اور سره لوبې وکړي ځان به اور ته واچوي!

Previous Post

يو شمېر هېوادونو تایوان ته د پيلوسي سفر غندلی

Next Post

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي: مونږ د يو چين پېژندنې په اصل ټينګار کوو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي: مونږ د يو چين پېژندنې په اصل ټينګار کوو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

صدیقي: د ملکي تلفاتو اصلي عامل طالبان دي

صدیقي: د ملکي تلفاتو اصلي عامل طالبان دي

جولای 14, 2020
بېجينګ له واشنګټن غوښتي، چې په مسئوليت منونکې رويې انټرنېټي فضا وساتي

بېجينګ له واشنګټن غوښتي، چې په مسئوليت منونکې رويې انټرنېټي فضا وساتي

جولای 9, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ