د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت سره د هغو افغانانو د خوندیتوب په اړه په اړیکه کې دي چې امریکا ته د ورتګ لپاره پاکستان کې مېشت دي. د یاد وزارت ویاند، میتیو مېلر خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې، دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي چې د زیان منوونکو او له خطر سره مخ افغانانو د ژوند خوندیتوب ډاډ ترلاسه شي. مېلر یو ځل بیا د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډیو غوښتي چې له خطر سره مخ افغانانو ته خپلو هېوادونو ته د ورتګ اجازه ورکړي او له نړۍوالو بشري بنسټونو سره د بشرپالو مرستو رسولو لپاره همغږي شي.











