چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home اقتصاد

ام ټي ان د خپل نوي کمپاین له لارې له خلکو څخه غواړي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ماسک اغوستل دود کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 9, 2020
in اقتصاد
0
ام ټي ان د خپل نوي کمپاین له لارې له خلکو څخه غواړي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ماسک اغوستل دود کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ام ټي ان د “‏زما لپاره ماسک واغونده” کمپاین په پیلولو سره د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه په ټولو هغو هېوادونو کې چې خپل مخابراتي خدمتونه پکې وړاندې کوي په نړیواله کچه له هڅو سره په همهاله توګه د ماسک اغوستلو د اهمیت په اړه عامه پوهاوی ورکوي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

په ټولنه کې د کرونا ویروس په پایله کې رامنځته شویو بدلونونو ته پام سره ماسک اغوستل د کرونا ویروس د خپرېدو د کچې د کمولو په برخه کې خورا اغیزناک ګڼل کیږي. سربېره پر دې هم ځینې خلک ماسک نه اغوندي، یا یې په ناسمه توګه اغوندي او ځینې نورو ته د ماسک اغوستل اړین نه بریښي.

د ام ټي ان ګروپ عمومي رییس ښاغلي رالف موپیتا په دې اړه وویل: ” کرونا ویروس په ټوله نړۍ باندې ژورې روغتیايي، ټولنیزې او اقتصادي اغیزې کړې دي. موږ له هغو خلکو سره خپل د خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب شریکوو چې د دې وبا له امله یې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي. په داسې حال کې چې په افریقا لویه وچه کې د ویروس د خپرېدو کچه کمه شوې ده، خو بیا هم دا حالت د قناعت وړ نه دی.”

ښاغلی موپیتا وایي: “شواهد ښیي چې د ماسک اغوستل د ویروس د خپرېدو کچه را کموي او که چېرې  له 80-90 سلنه پورې وګړي ماسک واغوندي نو ویروس به له مینځه ولاړ شي، موږ باید د مثبت بدلون د رامنځته کولو لپاره هر هغه څه مو چې په توان کې وي ترسره کړو.”

د ماسک اغوستلو د فرهنګ د دودولو په موخه ام ټي ان خپل د ۲۰۲۰م  کال د سپټمبر میاشتې د بازار موندنې ټولې سرچینې په دې متمرکزې کړې دي، تر څو هر وګړی وهڅوي چې د ژوند ژغورلو لپاره ډېر څه ترسره کړي. د “زما لپاره ماسک واغونده” کمپاین د ام ټي ان د یلو هېلې (Y’ello Hope) د نوښت تر چتر لاندې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې دوهم پړاو دی. د یوې چارې ترسره کولو ته د خلکو د رابللو تر ټولو غوره لار دا ده چې د مور په څیر د ټولنې د اغیزناکو شخصیتونو په ژبه دوی ته پیغام ورسول شي، د مور کرکټر به د ټولنې ټولو ماشومانو ته د یوه په زړه پورې پیغام له لارې د ماسک اغوستلو #”زما لپاره ماسک واغونده” سپارښتنه وکړي.

“زما لپاره ماسک واغونده” کمپاین چې د یلو هیلې (Y’ello Hope) د نوښت تر چتر لاندې ترسره کیږي په پایله کې به یې د خلکو د ژوند د ژغورلو سربېره د وبا د ناوړه اغیزو کچه هم را کمه شي. د دې کمپاین په لړ کې ام ټي ان په هغو هېوادونو کې چې خپل مخابراتي خدمتونه پکې وړاندې کوي د ټولنې اړتیا ته په پام سره مرستې ترسره کړې دي.

ښاغلي موپیتا د خپلو خبرو په پایله کې وویل: “د ویروس د خپرېدو د کچې د کمولو لپاره د ماسک اغوستلو سربېره په منظم ډول د لاسونو مینځل او د ټولنیز واټن مراعات کول هم ډېر اړین دي.”

“زما لپاره ماسک واغونده” کمپاین د سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه پيل شوی دی. www.wearitfor.me  ویب سایټ ته په مراجعه کولو سره هر چا ته پیغام واستوئ او ویې هڅوئ چې ښه کار ترسره کړي. #”زما لپاره ماسک واغونده” کله چې موږ ټول ماسک واغوندو نو یو له بل څخه ساتنه کوو.

د ام ټي ان ګروپ په اړه:

ام ټي ان ګروپ په 1994م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې په هغو هېوادونو  کې چې مخابراتي خدمتونه پکې وړاندې کوي، خپل پیرودونکي د روښانه لیدلوري په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري. ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو.

د یلو هیلې (Y’ello Hope) په اړه:

موږ د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون رامنځته کولو په موخه خپل مسوولیت درک کړی دی. د یلو هیلې (Y’ello Hope) نوښت د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ام ټي ان یو له مهمو ګامونو څخه ګڼل کیږي چې د برنډ، سرچینو، وړتیاوو او ټکنالوژۍ په مرسته غواړي په افریقا او منځني ختیځ کې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړي.

د یلو هېلې (Y’ello Hope) نوښت موخه دا ده چې د اړتیا په صورت کې ام ټي ان د خپل فعالیت په سیمو کې له کارکوونکو، پیرودونکو، ټولنې او دولت څخه ملاتړ وکړي او هغوی ته سوکالي او په راتلونکي باور رامنځته کړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په اړیکه کې شئ:

د ام ټي ان ګروپ مطبوعاتي دفتر                                                                                                  MTNGroup.PressOffice@mtn.com 

Nompilo Morafo | Nompilo.morafo@mtn.com

موږ وڅارئ:

www.twitter.com/MTNGroup

www.linkedin.com/company/mtn

Previous Post

په پښتو لیک کې “نیمه فاصله”، اړتیا، ستونزې او حللارې

Next Post

پانګونې اداره: نا امنۍ او فساد هېواد کې د پانګونې مخه ډب کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی
افغانستان

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی
افغانستان

بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
له «د جلغوزو هوايي دهلېز» څخه تر ګډ پرمختګ پورې: د چين او افغانستان د اقتصادي همکارۍ د خلکو د ژوند کيسه
اقتصاد

له «د جلغوزو هوايي دهلېز» څخه تر ګډ پرمختګ پورې: د چين او افغانستان د اقتصادي همکارۍ د خلکو د ژوند کيسه

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
لغمان کې د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې
اقتصاد

لغمان کې د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
Next Post
پانګونې اداره: نا امنۍ او فساد هېواد کې د پانګونې مخه ډب کړې

پانګونې اداره: نا امنۍ او فساد هېواد کې د پانګونې مخه ډب کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

وحید عمر: د کرونا د عامه پوهاوي لپاره مو ۲۷ میلیونه افغانۍ لګولي دي

وحید عمر: د کرونا د عامه پوهاوي لپاره مو ۲۷ میلیونه افغانۍ لګولي دي

اپریل 7, 2020

Best Online Gambling Sites Payouts

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved