د افغانستان ا.ا یو تن مشر انس حقاني له یوې هندي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان دروازې د هندوستان پر مخ پرانیستې دي. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې هند په افغانستان کې څه رول ادا کولی شي وویل، د افغانستان د نوي حکومت پالیسي سوله او پرمختګ دی، دا هېواد د ټولو ګاونډیانو سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړي او د هند پر وړاندې هم دروازې پرانیستې دي. هغه دغه راز ویلي چې افغانستان د هر هغه هېواد هرکلی کوي چې غواړي په افغانستان کې خپله سیاسي استازولي او سفارت پرانیزي، په پراختیایي بودجو کې له افغانستان سره مرسته وکړي. هغه ټینګار کړی دی چې د افغانستان ا.ا مسوول دی چې د ټولو سیاسي استازولیو او شرکتونو امنیت خوندي کړي. حقاني زیاته کړې، دی له زړه هیله لري چې هندوستان یو ځل بیا په افغانستان کې خپل سفارت خلاص کړي او د تل په څېر د خپل دوست هېواد افغانستان ترڅنګ ودرېږي.











