چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

انټرنټ استعمالونکي دا تور ردوي چې ګواکې چين دې د امريکا پر اقتصاد تیری کړی وي

لیکنه: هیله؛ د چین مېډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 18, 2023
in نړیوال خبرونه
0
انټرنټ استعمالونکي دا تور ردوي چې ګواکې چين دې د امريکا پر اقتصاد تیری کړی وي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې تر لارښوونې لاندې د امریکې او چین د ستراتيژیکې سیالۍ ځانګړې کمېټې څو ورځې مخکې یو راپور خپور کړ چې پکې پر چين بېځايه تور لګول شوی چې ګواکې د امريکا پر اقتصاد يې تېری کړی دی.

 په ایکس (پخواني ټویټر) ویبپاڼه کې د یوه ګروپ خاوند @mrbcyber د دسمبر په ۱۴مه نېټه د یاد راپور په قول د چین پر حکومت بیا بې ځایه تورونه لګولي او د انټرنیټ استعمالونکو له پراخ مخالفت سره مخ دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

انټرنیټ استعمالونکي @WingIp10 په کومنټ کې لیکلي، دغه خبرې، چې چين د امريکا پر اقتصاد تيری کړی، د هغه هېواد (امريکا) لخوا وړاندې شوی، چې په خپله پر لسګونو هېوادونو یې اقتصادي بندیزونه لګوي، دا بيخي د هجو خبرې دې. بل انټرنیټ استعمالونکي @GeorgeWarwick12 په کومنټ کې لیکلي، د امریکې د اقتصاد د خرابېدو لامل چین نه دی، بلکې د امریکې مخ په زیاتېدو مالي کسر دی.

د امریکې د مالیې وزارت تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې سږ کال د امريکې مالي کسر ۱۶۹۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی چې د تېر مالي کال په نسبت ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي. واشنګټن د سوداګریز کسر پر وړاندې تل دا نظر لري چې نورو هېوادو ډېرې ګټې اخیستې او ځانته يې زیانونه اړولي. نو واشنګټن کله کله سوداګریز کړکچ راپورته کوي او حتی په یواړخیزه توګه یې ظالمانه تدبیرونه نیولي او له امله يې په ګردې نړۍ کې د توکو پلورلو لګښت لوړ شوی او د تولید او عرضې ځنځیرونه هم ناثابت شوي دي.

په حقیقت کې چین په ۲۰۰۱م کال کې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې له ګډون راهیسې پر پرانیستې او ورخلاصون ټينګار کړی او له مختلفو هېوادونو سره د ګډې ګټې پر بنسټ یې همکارۍ کړې. د چین او امریکې سوداګریز ارزښت هم لسګونه چنده زیات شوی. په ۲۰۰۱ کال کې پر چین د امریکا صادرات ۲۶ میلیارډه ډالره و، دغه حجم په ۲۰۱۷ کال کې ۱۵۰ میلیارډو ډالرو ته رسېدلی او هغه وخت چین د امریکې تر ټولو لوی صادراتي بازار ګرځېدلی دی. په عین وخت کې چین امریکې ته ډېر ارزان او باکفیته توکي برابر کړي چې په دې سره د امريکې اقتصادي ستونزې ډېرې کمې شوې  او امریکایانو ترې ډېرې ګټې اخیستې دي.

خو له چين سره د سوداګرۍ منفي بيلانس د امریکې د مشرتابه د نارضايتۍ سبب شوی دی. د امریکې پخواني ولسمشر دونالډ ټرامپ په ۲۰۱۸کال کې د چین پر ضد سوداګریز کړکېچ راپورته کړی، د اوسني ولسمشر جوبايډن حکومت د چیني توکو تعرفې د زیاتېدو او پر چین د صادراتو او پانګونې د محدودیت تدبیرونو ته دوام ورکړ. بله خوا، د امریکې د سوداګرۍ وزارت د شمېرې له مخې، له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د دغه هېواد په سوداګرۍ کې منفي ګراف زیات شوی. تېر کال منفي ګراف ۹۴۸ میلیارډه ۱۰۰ میلیونه ډالره و او دغه رقم د ۲۰۲۱کال په پرتله ۱۰۳ میلیارډه ډالره زیاتوالی ښيي. له دې څخه ښکاري، چې د امریکې سوداګریزې تګلارې د دغه هېواد د صادراتي لګښت د لوړتیا سبب ګرځېدلي دي، اوسنۍ نتیجه د ده له هیلې سره ټکر لري.

په دې سره چې د چین او امریکې مشرانو په سانفرانسیسکو کې یو لړ توافقات کړي، د دواړو خواوو د اقتصاد او سوداګرۍ ډيالوګ  نوی پړاو بیا پيل شو. د امریکې لوړپوړو چارواکو په جلا جلا توګه له چین سره د نه پرېکون رویه څرګنده کړه. د امریکې د مالیې وزیرې جنیټ ایلن د روانې میاشتې په ۱۴مه ویلي چې راتلونکی کال به بیا چین ته سفر وکړي. که چین په رښتینې توګه د امریکې پر اقتصادي لوړتيا کې لاس لري، ایا د امریکې لوړپوړي چارواکي به دغه شان رویې څرګندوي؟

انټرنیټ استعمالوونکي @all4stops ویلي، امریکا چین ته په سپکه سترګه ګوري، خو چین د نوښتي پرمختګ او د تصدیو ادارې د پياوړتیا لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي او کوي يې.

دې کې شک نشته چې په چین کې د عصري صنایعو بشړ سیستم او د تولیدولو پوخ ځنځير جوړ شوی، چین د ګردې نړۍ د عرضې په ځنځير کې تر ټولو مهم مقام لري. امریکا باید له چین سره په لا عاقلانه توګه سوداګريزې اړيکې جوړې کړي.

د اړوندو اقتصادي پوهانو په اند ، د امریکې او چین د ستراتيژیکې سیالۍ ځانګړې کمېټې یاد راپور ښايي د راتلونکي کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره په خدمت وي، څرنګه چې د چین پر وړاندې اواز پورته کول کله کله د رایو تر لاسه کولو یوه طریقه ده. خو پر چین دغه شان بې ځایه تورونه بیخي د منلو وړ نه دي، یوازې په انټرنیټ شبکه کې هم د ډېرو انټرنیټ استعمالوونکو لخوا رد شوی دی.

Previous Post

هلمند کې له روغتیايي مرکزونو سره د طبي وسایلو مرسته وشوه

Next Post

د شي جين پينګ ځانګړي استازي د مادګاسکر د ولسمشر د لوړې مراسمو کې ګډون وکړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د شي جين پينګ ځانګړي استازي د مادګاسکر د ولسمشر د لوړې مراسمو کې ګډون وکړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ټرمپ: د اوکراین او روسیې ولسمشران دې جوړ جاړې ته چمتو شي

ټرمپ: د اوکراین او روسیې ولسمشران دې جوړ جاړې ته چمتو شي

دسمبر 22, 2024
بېجينګ: پر چيني مسافرو له تبعيضي محدوديتونو سره ټينګ مخالفت کوو

بېجينګ: پر چيني مسافرو له تبعيضي محدوديتونو سره ټينګ مخالفت کوو

جنوري 11, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ