چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

اوسنی وخت د چين او استراليا د اړيکو د پياوړتيا لپاره مناسب دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 17, 2025
in نړیوال خبرونه
0
اوسنی وخت د چين او استراليا د اړيکو د پياوړتيا لپاره مناسب دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د استراليا صدراعظم انټوني البانيس د جولای په ۱۲مې نېټې چين ته په اوه ورځني رسمي سفر تللی دی.

نوموړی د چين او استراليا د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د جوړېدو د دوهمې لسيزې د پیل په درشل کې بېجينګ ته رسیدلی او د نړیوالو رسنيو پراخه پاملرنه يې راجلب کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

البانيس د استراليا د صدراعظم په توګه دا دوهم ځل دی، چې له چين څخه لیدنه کوي.

البانيس د جولای په ۱۵مې نېټه په پلازمېنې بېجينګ کې د چين له دولت رئیس شي جين پينګ سره ليدلي او  د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې ورسره غږېدلی دی.

نوموړي د چين له صدراعظم لي چيانګ سره هم ليدلي او  په ګډه يې د چين او استراليا د صدراعظمانو کلنۍ غونډه ترسره کړې او په تړاو يې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې ده.

اعلاميه وايي، چين او استرالیا به خپلمنځي اړیکو ته وده ورکړي، د شريکو ګټو په اړه به نظر تبادلې او همکارۍ نورې هم پراخې کړي، خپلې ګټې به خوندي وساتي او توپيرونه به کنټرول کړي.

د چين او استراليا اړیکې په تېر کې له ګڼو ننګونو سره مخ وې، خو  په تېرو ۳ کلونو کې يې اړیکو د دواړو خواوو د ګډو هڅو په رڼا کې بيا اصلاح او ثابت پرمختګ موندلی دی.

اوسمهال چين او استراليا د تعرفو د جنګ ښکار ګرځيدلي او د نوي اقتصادي پلان پر جوړونې بوخت دي.

چين د باکيفيته پرمختګ د پياوړتيا او استراليا بیا د خپل تولیدي توان د لوړولو په هڅه کې دی او د دواړو هېوادونو نږدې همکارۍ له ګډو ګټو سره سمون ولري او خلکو ته به نورې زياتې ګټې ورسوي.

د سوداګريزو همکاريو پياوړتيا چين ته د البانيس د سفر يوه مهمه موخه ده.

نوموړی چين ته د استراليا د شرکتونو د لوړ پورو استازو د يو پلاوي په مشرۍ تللی او ويلي يې دي، چې هېواد به یې له چين سره اقتصادي ځنځير وساتي.

چين او استراليا لس کاله مخکې د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړی او په دې سره یې خپلمنځي سوداګريزو همکاريو ته ډېر پرمختګ ورکړی دی.

چين د استراليا تر ټولو لوی سوداګريز ملګری، صادراتي بازار او وارداتي سرچېنه ده. شنونکي وايي، چين او استراليا به په راتلونکي کې د زراعت او کانونو په شمول په دوديزو برخو کې همکاريز بنسټونه نور هم ټينګ کړي او د مصنوعي ځيرکتيا، طب او روغتيا، زرغونې انرژۍ او ډيجيټلي اقتصاد په شمول مخ پر ودې برخو کې به همکارۍ پراخې او کاري فرصتونه پياوړي کړي.

د چين او استراليا ترمنځ د تګ راتګ په بهير کې د دواړو هېوادونو د خلکو زړونه سره نږدې شوي دي.

چين په اوږده موده کې د استراليا د نړيوالو زده کوونکو او بهرنيو مسافرينو تر ټولو لويه سرچينه ده.

شمېرې ښيي، هر کال څه باندې يو ميليون چيني مسافر استراليا ته سفرونه کوي.

چین او استراليا په ۲۰۲۴م کال کې يو تړون لاسليک کړی،‌ چې له مخې يې د دواړو هېوادونو وګړي کولی شي، چې د وېزې ترلاسه کولو وروسته په پنځو کلونو کې يو او بل هېوادونو ته سفرونه وکړي. د دې تر څنګ، چين په يو اړخيز ډول د استرالیايي وګړو لپاره له وېزې پرته د سفر اسانتياوې هم برابرې کړې دي.

چين او استراليا پلان لري، چې د کلتور، سپورټ، تعليم او سيلانيزو چارو په برخو کې تبادلې زیاتې او د سيلانيزو چارو ډيالوګ بيا پيل کړي.

 چين غواړي، چې زيات استراليايي ځوانان دغه هېواد ته د زده کړو او نظرتبادلو په پار سفرونه وکړي، چې په دې سره به د دواړو هېوادونو دوستي نوره هم پراخه او سمسوره شي.

اوسنۍ نړۍ له ډېرو ننګونو سره مخ ده او په تېره بیا يواړخيزم او پروټېکشنيزم ورته ډېر تاوان رسولی دی.

چين او استراليا غواړي، څواړخيزم او ازاده سوداګري  او‌ د ملګرو ملتونو منشور او د سوداګرۍ نړيوال سازمان اهميت وساتي او د ملګرو ملتونو، سوداګرۍ نړيوال سازمان،‌ جي شل ګروپ او د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان په شمول په څواړخيزو ميکانيزمونو کې همکارۍ ترسره کړي.

استراليايي وګړي په ورځنيو چارو کې يو متل « که لمر ته ناست وې، نو سیوری به درباندې اغېز ونه لري» ډېر کاروي.

د استراليا صدراعظم د جولای په ۱۶مې نېټې د چين لوی دېوال ته ولاړ او او هلته يې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې له چين سره يې ښې اړيکې د استراليا له ملي ګټو سره سمون لري او په خبره یې، دواړه هېوادونه به د خبرو له لارې خپلمنځي توپیرونه کنټرول کړي.

چين هيله لري، چې استراليا په سياست کې معقول نظرونه نور هم زيات کړي، د دواړو هېوادونو اړيکو ته ثابت پرمختګ ورکړي، د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي او د اسيا او ارام سمندر سيمې او حتی نړۍ ته سوله ييز پرمختګ ورکړي.

Previous Post

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان له عمومي منشي او د ازبکستان، تاجکستان، پاکستان او ایران له بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا لیدلي

Next Post

د بریټانیا د پارلمان لسګونه غړو د اسراییل پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د بریټانیا د پارلمان لسګونه غړو د اسراییل پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه کړې

د بریټانیا د پارلمان لسګونه غړو د اسراییل پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغان او ایراني پانګوال افغانستان کې تولیدي فابريکې فعالوي

افغان او ایراني پانګوال افغانستان کې تولیدي فابريکې فعالوي

دسمبر 14, 2022
تېر کال د هوايي دهلېزونو له لارې ۱۴۵ میلیون ډالره صادرات شوي

تېر کال د هوايي دهلېزونو له لارې ۱۴۵ میلیون ډالره صادرات شوي

مې 6, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ