د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، په غزه کې شاوخوا یو میلیون او ۴۰۰ زره فلسطینیان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي او دا سیمه لا هم د خوړو په بېړني وضعیت کې ده. د الجزیرې د راپور له مخې، اوچا د اګست پر ۳مه خبرداری ورکړی چې غزه قحطۍ ته نږدې شوې او پر خوړو، سونتوکو او بشري مرستو د محدودیتونو دوام، بشري وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی. د راپور له مخې، په غزه کې میلیونونه وګړي د خوړو، پاکو اوبو او نورو بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري. اوچا ټینګار کړی چې د خوراکي توکو کمښت، خوارځواکي، د زیربناوو ویجاړېدل او مرستندویه بنسټونو ته د لاسرسي ستونزې د سیمې بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.












