چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

اوږده مزلونه او ورک منزلونه

عبدالوحید وحید

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 4, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
اوږده مزلونه او ورک منزلونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

که د تېرو څلورو لسيزو د نظامونو د ناکامۍ لاملونه وڅېړو، نو په فکري- نظرياتي او سياسي ليدلوريو کې له زياتو اختلافاتو او توپيرونو سره سره يې د ناکامۍ مشترک لاملونه درلودل.

له کمونیستانو، مجاهدينو او طالبانو رانيولې تر نننۍ ډيموکراسۍ پورې د ټولو د ناکامۍ مشترکه ستونزه د واک انحصاري فکر، افراطي کړنې او د افغانستان په دوديزه- عنعنوي ټولنه باندې له معتقداتو نيمګړی تعبير او له ذهنيت جوړولو پرته له بهر څخه وارد شوي دودونه او نظريات تپل ګڼلاى شو.

خلق او پرچم نه يوازې واک مطلقاً انحصار کړى و، بلکې هغه تيوريک سوسياليستي نظريات يې زمونږ پر ټولنه باندې له افراطي ذهنيت سره د ډنډې په زور عملي کولو هڅه وکړه، چې د مسکو کمونیستانو هم په همدغه شډله توګه نه وه عملي کړې. دغو دواړو ډلو له څوارلس کاله ناکامې جګړې وروسته د خپلمنځي اختلافاتو له امله د مجاهدینو له داسې ډلو سره يو ځاى شول، چې د واک د انحصار مفکوره يې درلوده.

د مجاهدینو ډېرى مشران هم د واک د انحصار په رنځ اخته شول. ديني او ملي رسالتونه او ټولنیز ارزښتونه يې په پام کې نه نيول. په يوه او بله بانه د واک په سر جګړه کې لتاړ شول او کابل يې ونړاوه. ملي او شخصي شتمنۍ چور شوې او د خپلواکۍ مقدسه جګړه بدنامه او د ازادۍ د لارې د سپېڅلو شهيدانو له وينې سره يې خيانت وکړ.

طالبان چې د افغان ټولنيز بدن يوه محرومه مذهبي ډله وه، د کورنیو جګړو د ختمولو لپاره راپورته شوه، ولسي ملاتړ يې تر لاسه کړ؛ خو د واک تر لاسه کولو وروسته يې خپل حکومت ته انحصاري بڼه ورکړه. په کور دننه او بهرنۍ تګلارو کې يې د افراطیت او د نورو د نفې کولو سياست پر مخ يوړ. په لومړي سر کې د واک وږي تږي نه وو، خو پر نورو افغانانو باندې د بې باورۍ له امله يې په يوازې سر حکومت کول غوره وګڼل او همدغه نفسياتي ستونزه د هغوى د ناکامۍ لامل شوه.

د ډيموکراسۍ په تېرو دوو لسيزو کې هم واک عمدتاً د کورنیو جګړو د يوې خوا او له لوېديځ څخه د راغلو ترمنځ وويشل شو او عمدتاً د بُن د ناستې ويش د نورو له شرکت پرته انحصاري شکل ونيو. په ځينو مواردو کې لکه د ټاکنو د بنسټ اېښودلو، د بيان ازادي، زده کړو، اقتصادي ودې، د بنسټونو ودانولو، نړيوالو اړيکو رغولو او په ځينو نورو برخو کې له جزوي او ټکنيو لاسته راوړنو سره سره پر افغان ټولنه باندې د ډيموکراسۍ او له ترهګرۍ سره د جګړې په نوم د فساد ظلم وحشت داسې څپې تېرې شوې او لاهم دوام لري، چې افغانانو په ولسواکي او د ډيموکراسۍ پر سيستم باندې باور له لاسه ورکړ.

د مخالف اړخ لخوا د ژوند ګواښل کيدو په مقابل کې پياوړې فکري روزنه، عقيدوي تړون، مستحکم عزم، پياوړې اراده، د امير د اطاعت کلک هوډ، له فساد څخه پاک، بې تکلفه ساده ژوند، له تشريفاتي پېچلتيا څخه پاکه اداره او قربانۍ لپاره تيارى د طالبانو د قوت لاملونه وو.

البته د واک انحصاري ذهنيت، پر نورو افغانانو باندې بشپړه بې باوري، کمزوری سياسي ليدلوری، ټکنۍ پوهنيزې وړتیاوې، له معاصرې ټکنالوژۍ سره بېځايه حساسیت، د ښځو پر زده کړو باندې بنديز، د رسمي ادارو له پرنسيپونو او ډيپلوماتيکو تعاملاتو سره نابلدتيا، د ولسي مشارکت په برخه کې ستونزې او د پرديو تر اغېزو لاندې راتلل د طالبانو د ضعف اړخونه ګڼلاى شو.

د افغانستان جغرافيايي، قومي، مذهبي او ژبني جوړښت ته په کتو دلته هيڅ داسې سيستم او نظام د چلن وړ نه دی، چې له ذهنيت جوړولو پرته له بهر څخه را کاپي او دلته يې د عملي کولو هڅه وشي. افغان ټولنه له نورو ټولنو سره نشي پرتله کيداى. دغه ولس بالکل متفاوتې مذهبي او دوديزې ځانګړتیاوې لري. داسې ځانګړتیاوې چې ماتول يې حساسيتونه او غبرګونونه راپاروي. زمونږ ټولنه هغه مهال بدلون مني چې بدلون د ټولنې له دوديزو او عقيدوي اړخونو سره په تقابل کې نه وي.

مطلب دا دی چې زمونږ په هیواد کې د اوس لپاره چې زمونږ ټولنيز جوړښتونه پاشل شوي دي، يو عادل، متمرکز، قانون پلی کوونکی ولسواک نظام چې زعامت يې د ولس په مستقیمه رايه ټاکل شوی وي، د چلن وړ دی؛ خو په ټاکنيز سيستم کې له خورا سترو او ژورو اصلاحاتو وروسته دغه ډول نظام زمونږ د ستونزو د حللاره ګڼلاى شو.

د يادونې وړ ده چې د ښځو د حقونو او په ځينو نورو ديني او کلتوري برخو کې مونږ باید ډېر محتاط واوسو. لومړۍ خبره خو دا ده چې د ښځو د حقونو په برخه کې د ډيموکراسۍ په مخکښو هيوادونو کې هم له سړيو سره انډول نه ليدل کېږي. په امریکا کې له څلويښتو زيات ولسمشران راغلي دي؛ خو يوه هم پکې ښځه نشته. مونږ باید د داسې سمون لپاره مبارزه وکړو چې له ديني او دوديزو برخو سره په تقابل کې نه وي او حساسیتونه نه را پاروي. په ځينو نورو برخو کې باید ذهنيت جوړونه وکړو. همدغه کار زمونږ ځينې ديني عالمان او قومي مشران اوس هم کوي. د بېلګې په توګه، څلور لسیزې وړاندې په لرې پرتو سیمو کې د نرانو زده کړه هم ښه نه ګڼل کېده، خو علماوو او روشنفکرانو مبارزه وکړه. اوس خلک په لرې پرتو سیمو کې د هلکانو تر څنګ، نجونې هم د زده کړو لپاره ښوونځيو او مدرسو ته استوي. دا ښه او په زړه پورې پرمختګ دی.

بله برخه د ښځو د کار کولو او د پلار په مال کې ميراث ورکولو ده. دا هغه برخې دي چې ښځې مالي برخه کې واکمنې کوي، د ځان بساينې لوري ته يې وړي او له ديني اړخ سره هم په ټکر کې نه دي، خو په ځینو سیمو کې د کلتوري ستونزو له امله معيوب ګڼل کېږي. دلته مونږ باید لومړى ذهنيت جوړونه وکړو، د خلکو باور تر لاسه کړو چې لورانې به يې په خوندي چاپیریال کې زده کړې او کار کوي او بيا مخکې لاړ شو.

سمه ده چې د ښځو ونډه په جګړه کې لوړه نه ده او يا هم د نشت برابر ده، خو باید ومنو چې د نرانو په پرتله د جګړو ناوړه اغيزې د نرانو په پرتله پر ښځو باندې زياتې پرېوځي. جګړې له ښځو او ماشومانو څخه د سر پړوني، د ځيګر ټوټې، د ژوند ملګري، د سر سيوری، د شفقت چتر او مجازي روزي رسان اخلي. ښځې باید په سوله کې هم مهم رول ولوبوي، خو ستونزه دا ده چې کله هم د ښځو د امتیازي رول خبره ياديږي، نو امتیاز هغو ښځو ته ورکول کېږي چې له جګړې څخه په مستقیم او غيرمستقيم ډول د جګړو له ناخوالو څخه اغيزمنې نه وي. وړانديز مو دا دی چې افغانان په جنسيت، عمر، کتله او ډله باندې له ويش پرته د اسلامي او افغاني دود او دستور په چوکاټ کې د سولې پروسه مخ پر وړاندې يوړل شي.

دنيا اوسمهال يو نړيوال کلى بلل کېږي او که د کلي په کوم کور کې اور بلېږي، نو پاتې ټول کلى حتماً اندېښنه کوي. په دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو د ناکامۍ له امله د ولس ناهيلي او د افغان شخړې له اوږد او دروند بار څخه د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو ستړيا د مسکو د ټرايکا ناستې ته لاره پرانیستله او په يقيني توګه ويلاى شو، چې د ترکيې راتلونکې ناسته به عادي نه؛ بلکې برخلیک ټاکونکې ناسته وي.

داسې نښانې شته چې مونږ له بُن څخه تر دوحې پورې د دوو لسیزو اوږد له کنډونو، کږلېچونو، ستونزو او کړاونو ډک سفر درلود. مزلونه مو وکړل؛ خو د منزل څرک لاهم نه لګيږي. له شل کاله جګړې وروسته هم د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې له خپل پراخ شتون سره سره هم ونشو کولاى، چې ستونزو ته د پاى ټکى کيږدي. ټولې خواوې اوس پوه شوې چې په بُن کې يې د طالبانو د نفې کولو سياست ډېرې ستونزې وزيږولې، سلګونه زره انسانان ووژل شول، ستر لګښتونه وشول؛ خو جګړه لاهم دوام لري او راتلونکې لاهم تياره ښکاري. تېرکال امريکا له طالبانو سره په چلن کې خورا ستر انعطاف وښود. هوکړه لیک يې ورسره لاسلیک کړ؛ خو په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه لاهم په لوړېدو ده.

د مسکو د غونډې له پيل او د نړيوالې ټولنې د دلچسپۍ زياتېدلو ته، افغانان د هيله مندۍ او ناهيلۍ ترمنځ په نيک شګون ګوري او د جګړې د ختمولو لپاره يې د ترکيې په ناسته پورې د خپلو هيلو مراندې تړلې دي. سپارښتنه مو دا ده چې د بُن سهوې دلته تکرار نشي. په دغه ناسته کې هيڅ اړخ چې په بالفعل او بالقوه توګه د افغانستان راتلونکې ګواښولاى شي، نفې نشي. د سمت نسل او مذهب په تله نه، بلکې سولې ته ژمنتیا معيار وګرزي او داسې اغېزمنو خواوو باندې تمرکز وشي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ټولنيز اثر او رسوخ ولري. ولس يې خبرو باندې باور وکړي او پر فساد او تعصباتو باندې تورن نه وي. د دې لپاره چې د جګړو شدت عمدتاً په لرې پرتو سیمو کې وي، نو له بهر څخه د راغلو او د ښاري خلکو په پرتله په زده کړو سمبال د لرې پرتو سیمو مذهبي او ولسي مشران پکې محوري رول ولري.

Previous Post

د سولې لپاره ولې باید یوازې پر یوه طرحه ټینګار وشي؟

Next Post

لویه موخه؛ غوره پلان غواړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
لویه موخه؛ غوره پلان غواړي

لویه موخه؛ غوره پلان غواړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اندونیزیا کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۸۶ تنو ته ورسېد

اندونیزیا کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۸۶ تنو ته ورسېد

نوومبر 23, 2022

Evolution Gaming Craps Ireland

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved