چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

ايا امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پرمهال کوچنی ماشوم ژغورلی و؟

 لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 11, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

امريکايي ځواکونه د تېر کال د اګست په مياشت کې له افغانستان څخه په ډېرې بېړې ووتل، چې له امله يې د کابل په هوايي ډګر کې څو ورځې مسلسله ګډوډي روانه وه.

د افغانستان يوې جوړې له خپل وطن څخه د وتلو په وخت کې ډېره سخته انديښنه درلوده، چې خپل دوه مياشتنی ماشوم يې د خلکو په ټېل ماټېل کې تر پښو لاندې نه شي، نو له وېرې يې خپل ماشوم له پنجرې بلې خوا ولاړ امريکايي سرتيري ته ورکړی و.

د امريکا د سمندري ځواکونو د ځمکنۍ قطعې وياند جيم سټينګير د همدې مياشتې په ۲۰ مه نېټه د يوې اعلاميې او عکس په خپرولو سره وويل، چې د دوی يوه سرتيري ياد ماشوم له ځان سره ساتلی و او وروسته يې د ماشوم مور او پلار ته وسپاره. هغه حتی دا څرګندونې هم کړې وې، چې له دغې بيلګې څخه څرګنديږي، چې د امريکا د سمندري ځواکونو ځمکنۍ قطعې سرتيري مسلکي روحيې لري او په بيړني حالت کې يې چټک غبرګون ښودلی دی او دغه عکس او خبر وروسته د امريکا په ټولنيزو رسنيو کې هم په پراخه کچه خپور شو.

د امريکا د سمندري ځواکونو ځمکنۍ قطعې په ټولنيزو رسنيو کې په دې اړه يو لړ عکسونه خپاره کړي او ويلي يې دي، چې امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو په وخت کې نرم او ښه احساسات درلودل او د افغان ماشوم ښه پالنه يې کړې ده. دغه خبر د امريکا په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر خپرېده او ښه غبرګون يې درلود او ډېرو کسانو ورته کمینټونه کول، چې دغه شيبه زړه پاروونکې وه او له امريکايي ځواکونو څخه مننه کوو، چې نړۍ ساتي.

خو له ياد خبر له خپرېدو وروسته دغه ماشوم ورک شو او زيات شمېر کسان په دې نظر وو، چې دغه ماشوم د امريکايي ځواکونو په قول اوس په امريکا کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

له څو مياشتني ځنډ وروسته دغه خبر د ډرامې په شان بدل شو.

تازه خبر وايي، چې دغه ماشوم د امريکايي ځواکونو لخوا وړل شوی نه دی، بلکې د کابل په هوايي ډګر کې پريښودل شوی دی.

 له نيکمرغه په کابل کې يوه موټروان د دغه ماشوم پالنه کړې ده.

دغه ماشوم سهيل احمدي نوميږي او د ده پلار علي احمدي مخکې په افغانستان کې د امريکا سفارت کې دنده ترسره کوله. علي احمدي او د ده د کورنۍ غړو د تېر کال د اګست په نولسمه نېټه له افغانستان څخه د وتلو په وخت کې خپل ماشوم يو امريکايي سرتيري ته ورکړی و. هغه فکر کاوه، چې امريکايي سرتیری به دغه ماشوم د هوايي ډګر دروازې ته یوسي، خو دغه ماشوم وروسته ورک شو. څو میاشتې يې هلې ځلې وکړې، چې ياد ماشوم پيدا کړي او پر ټولنيزو رسنيو يې عکسونه خپاره کړل.

دغه ماشوم موټرچلوونکي حميد صافي لاس ته ورغلی او خپل کور ته يې وړی و او ښه پالنه يې کړې ده. کله چې په ټولنيزو رسنيو کې د دغه ماشوم د ورکېدو خبر خپور شو، نو د حميد يوه ګاونډي دغه ماشوم پيژندلی و.

په حقيقت کې امريکايي ځواکونه ډېر ځلې د ماشومانو او زاړو کسانو په شمول له کمزورو او ضعیفو کسانو سره د مرستې په نوم ریاکارانه دوستي ښکاره کوي.

د امريکا د سمندري ځواکونو د ځمکنۍ قطعې په خپرو شويو عکسونو کې ښکاري، چې امريکايي ځواکونو له کابل څخه د وتلو په درشل کې لا هم له افغان ماشومانو سره مرسته  کوله او هر څه يې منظم ترسره کړي دي.

خو په حقيقت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د امريکايي ځواکونو د بيړنۍ وتنې په درشل کې ډېره ګډوډي روانه وه.

د افغانستان خبري رسنيو ويلي، چې په دغو ورځو کې په زرګونو خلک د کابل هوايي ډګر ته تللي وو او غوښتل يې چې الوتکو ته پورته شي او له افغانستان څخه ووځي. د امريکا پر C-17  الوتکې د پاسه ډېر افغانان په همدې اميد ناست و، خو د الوتکې پيلوټ ورته پاملرنه ونه کړه او الوتکه يې په هوا کړه، چې له امله يې څو کسان ترې ولوېدل او مړه شول.

هغه ماشوم چې يادې افغان کورنۍ امريکايي سرتيري ته ورکړی و، د امريکايي ځواکونو د نمايش يوه وسيله وګرځيد، خو وروسته يې شا ور وګرځوله.

امريکايي ځواکونه له يو کوچني ماشوم هم د ځان په ګټه کار اخلي او د بشر دوستۍ ډرامه جوړوي، دوی باید دغسې کړنو ته د پای ټکی کيږدي.

Previous Post

د کابینې پرېکړه: د بې کیفیته توکو واریدونکو سره به جدي چلند وشي

Next Post

کارپوهان: د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د مختلفو هېوادونو د کولتورونو او تمدنونو ترمنځ تګ راتګ او يووالی پياوړی کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
کارپوهان: د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د مختلفو هېوادونو د کولتورونو او تمدنونو ترمنځ تګ راتګ او يووالی پياوړی کړي

کارپوهان: د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د مختلفو هېوادونو د کولتورونو او تمدنونو ترمنځ تګ راتګ او يووالی پياوړی کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ملا عبدالحق همکار؛ د ترکیې د ۷۷ شرکت له رییس سره کتلي دي

ملا عبدالحق همکار؛ د ترکیې د ۷۷ شرکت له رییس سره کتلي دي

مې 3, 2026
هېواد ته د زرګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د راوړلو مخه نیول شوې

هېواد ته د زرګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د راوړلو مخه نیول شوې

جنوري 1, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved